په داسې حال کې چې په هېواد کې د کم کیفیته درملو واردېدل لویه ننګونه بلل کېږي، په هېواد کې دننه د درمل جوړولو ځینو کارخونو مسوولین د خپلو تولیداتو د زیاتوالي خبر ورکوي.
د طالبانو د خوړو او درملو ادارې رییس عبدالباقي عمر کندهار ته په سفر کې ویلی، چې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې په افغانستان کې د درملو د تولید کچه له ۷ سلنې ۲۰ سلنې ته لوړه شوې ده.
هغه زیاتوي، په افغانستان په ځانګړې توګه کندهار کې د «Snow Pharma» په نوم د درملو د تولیدونکې کارخونه او په دې برخه کې ځینې نورې فابریکې به په هېواد کې د درملو د تولید کچه ۴۰ سلنې ته زیاته کړه.
نوموړی وایي چې افغانستان ته د بې کیفيته درملو د مخنیوي په برخه کې د دوی هڅي روانې دي او غواړي د هېواد په لویو ښارونو کې د درملو د کیفیت معلومولو لابراتوارونه جوړ کړي.
د جعلي درملو توليد
د ۲۰۲۲ کال د نومبر میاشتې پر ۱۷ نېټه د کندهار د عامې روغتيا رياست مسوولینو د دغه ولایت د درېیمې ناحيې اړوند بالا کرز سیمه کې د جعلي درملو د توليد کار ځای کشف کړ، چې د درملو معتبرو شرکتونو په د نښانونو په لګولو سره یې له بورې او رنګونو د درملو بوتلونه ډکول او بیا یې پلورل.
ددې ترڅنګ د کندهار ولایت د اوومې حوزې اړوند د پنجوائي دوه لارې په سيمه کې هم د ۲۰۲۲ کال د اګست مياشتي پر ۶ نېټه د حيواني او انساني جعلي درملو د توليد کارخونه کشف شوې وه.
د هېوادوالو اندېښنې
د کندهار ولایت اوسېدونکی احمدالله وایي، له تېرو ۹ کلونو راهيسې د معرقې ناروغي لري، خو د درملو د ټيټ کیفيت له امله یې درملنه نه ده شوې.
نوموړی زیاتوي: «لومړی خو کندهار ته ټول درمل په غیر معياري ډول يعني د تودوخې او يخنۍ درجې ته له پامه پرته او سربېره پر دې په کانتینرونو کې په ورځو د ګمرکي محصول پرمهال پراته وي چې خپل کیفیت له لاسه ورکوي.»
د کندهار یوه اوسېدونکي ۳۱ کلنه سلما هم د درملو له ټيټ کفیت په اړه شکایت کوي.
هغه وايي، د ساه لنډۍ ناروغي لري، خو هېڅ درمل ان د درد لپاره «Parastomal» هم اغېز نه لري.
سلما زیاتوي: «زه په ساه لنډۍ اخته يم، هېڅ درمل اغېز نه راباندې کوی، خو له پاکستانه چې همدا درمل راوړل شي، بيا تاثير لري.»
د درملو قاچاق
که څه هم پاکستان له افغانستان سره پر دیورند کرښه اغزن تار غځولی خو د کندهار په سپين بولدک، معروف، ارغستان او ښورابک ولسوالیو له ځینو سیمو په قاچاقي توګه درمل واردېږي.
نظر محمد چې د کوټې او کندهار ترمنځ په قاچاقي ډول واردوي وایي ډېر خله د پاکستان په کوټې ښار کې د ځینو خلکو په غوښتنه ځایي کمپنۍ ټيټ کیفيته او ارزانه درمل برابروي او د دې ولایت ترڅنګ یې نورو سیمو ته هم واردوي.
نوموړی زیاتوي: «زه په اونۍ کې یو دوه ځله درمل راوړم، خو خلک وایي، چې دغه درمل د پاکستان په غیرمعیاري کارخونو کې جوړېږي، زه د پیسو په بدل کي درمل راوړم یو شمېر نور کسان هم دا کار کوي.»
په کندهار ښار کې د نوي محمدي درمل پلورنځي خاوند شاه محمد هم مني، چې کندهار ته کم کیفیته درمل واردېږي، خو وایي چې دا درمل د هغو سوداګرو لخوا راوړل کېږي چې دا سوداګري یې انحصار کړې ده.
هغه زیاتوي، طالبان دې د درملو د توليد د لوړولو پر ځای هغو سوداګرو ته سزا ورکړي، چې ټيټ کفيته درمل واردوي.
نوموړی وایي، کندهار ته د بې کیفيته درملو په راوړلو کې د کندهار د درملو ټولنه لاس لري، ځکه دلته داسې درمل هم راوړل کېږي چې مطلق زهر دي.
موږ هڅه وکړه، چې په دې اړه په کندهار کې د درملو ټولنې د مسوولینو نظر ترلاسه کړو، خو هغوی په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.
د درملو د کم اغيز له امله د سويلي ولایتونو زيات شمېر اوسېدونکي هند او پاکستان ته د درملنې لپاره ځي.
د شمېرو له مخې، هر کال افغانان میلیونونه ډالر هند او پاکستان ته د درملنې په موخه لېږدوي.