افغانستان

یو سوداګر: سړي تښتوونکو زما د زوی د خوشي کولو په بدل کې ۵۰ زره ډالر غوښتي

یو شمېر سوداګر د ځان او کورنیو په وړاندې د ګواښونو له زیاتوالي خبر ورکوي او وايي چې سړي تښتوونکو، سوداګر او د دوی د کورنیو غړي تښتولي دي.

یو سوداګر چې نه غواړي نوم یې په ډاګه شي وايي زوی یې تېره اونۍ د غلو له خوا تښتول شوی دی.

دغه سوداګر چې د خپل زوی په اړه سخت اندېښن دی وایي، سړي تښتوونکو له نوموړي د ده د زوی د خوشي کولو په بدل کې ۵۰ زره ډالر غوښتي دي.

دغه سوداګر وایي: «موږ ټول ځورېدلي یوو، یوازې خدای پوهېږي چې په دې یوه اونۍ کې څه راباندې تېر شوي، قضیه د طالبانو له امنیتي ځواکونو سره ده، دوی ژمنه کړې چې زوی مې د سړي تښتوونکو له منګولو ژغوري.»

دغه سوداګر په داسې حال کې چې له خواشینۍ یې خبرې نه شوای کولای وايي، له دې چې په افغانستان کې یې پانګونه کړې پښېمانه دی.

نوموړی خبرداری ورکوي که وضعیت همداسې دوام وکړي، د افغانستان خصوصي برخه به له ماتې سره مخ شي. دغه سوداګر حاضر نه دی چې د خپل زوی د یرغل کېدو په اړه جزییات ورکړي.

یوه میاشت کېږي چې تر تعقیب لاندې یم

یو بل سوداګر هم چې په امنیتي لاملونو نه غواړي په راپور کې یې نوم واخیستل شي وایي، له یوې میاشتې راهیسې د غلو تر تعقیب لاندې دی.

هغه ددې په بیانولو چې دا موضوع یې د طالبانو له امنیتي مسوولینو سره هم شریکه کړې، خو تراوسه یې څه نه دي کړي وايي: «یو ځل زموږ د کور په کوڅه کې، ماښام ته نږدې مې څو تنه وسله وال ولیدل چې زه یې څارلم، ما په بیړه ځان دروازې ته ورسولم، موټر مې د کور پر دروازه وواهه چیغې مې وکړې او غله وتښتېدل.»

دغه سوداګر وايي چې له ناپېژانده شمېرو د خبرداري اړیکې ورسره نیول کېږي او د خپل خوندیتوب په اړه اندېښمن دی.

هغه زیاتوي: «که وضعیت همداسې دوام وکړي، اړ یم د ځاني خوندیتوب لپاره کارخونه وتړم او له هېواده بهر ته ولاړ شم.»

عتیق الله الکوزی یو پانګه‌وال دی چې د سیمې له هېوادونو په تېره چین څخه د بازار د اړتیاوړ توکي واردوي.

هغه وايي چې په تېرو درېیو کلونو کې ځینې سوداګر د ناپېژانده کسانو له خوا تښتول شوي او ځینې دا کسان د پیسو په بدل کې خوشي شوي دي.

عتیق الله الکوزی وایي: «زموږ یو شمېر همکاران تښتول شوي، ځینې یې لا هم د یرغمل نیوونکو په بند کې دي، یو شمېر د پیسو په بدل کې خوشي شوي، واقعاً د اندېښنې وړ دي ځکه کله چې سوداګر د امنیت احساس ونه کړي خپل ځان او پانګه له خطر سره نه شي مخ کولای.»

دغه سوداګر د هېواد په اقتصاد کې د خصوصي څانګې رول مهم بولي او خبرداری ورکوي که د پانګه‌والو او سوداګرو امنیت خوندي نه شي، پانګه‌وال اړ دي چې خپلې شتمنۍ له هېواده بهر ته ولېږدوي.

له بلې خوا، د اقتصادي چارو کارپوهان خصوصي برخه د ټولنې او هېواد په ثبات او خصوصي وده کې مهم بللی او زیاتوي چې د خصوصي څانګې وده د سوداګرو په امنیت پورې تړلې ده.

د اقتصادي چارو کارپوه سیرقریشي وایي: «هر څومره چې په یوه ټولنه کې د جرمونو کچه لوړه وي، پانګه‌والو ته منفي مفکوره ورکوي. دا منفي لیدلوری آن په سیمه ییزه کچه هم اغېز لري. ځکه سیمه ییز پانګه‌وال چې د پانګونې تصمیم ولري، کله چې خپل امنیت په خطر کې ویني، د پانګونې لپاره زړه نه ښه کوي.»

هغه ټینګار وکړ: «کورني او بهرني پانګه‌وال مالي او ځاني خوندیتوب ته اړتیا لري. جرم او جنایت د اقتصادي ودې او پراختیا لپاره یو لوی خنډ ګڼل کېږي. دا په واقعیت کې د اقتصادي ډاډمنتیا د نشتوالي او په اوږدمهال کې له پانګونې د مخنیوي او نویو کاري فرصتونو د نه شتون او قانون د واکمنۍ د کمزوري کېدو لامل کېږي.»

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د شمېرو له مخې چې د طالبانو واک لاندې فعالیت کوي په تېرو دوو میاشتو کې د سوداګرو او د دوی د کورنیو د غړو د تښتولو دیارلس پېښې په دغه بنسټ کې ثبت شوې دي.