نړۍ

یوې لویې زلزلې د ترکیې او سوریې ځینې برخې ولړزولې

ترکي رسنیو رپوټ ورکړی چې په ترکیه او سوریه کې د رېښتر په کچه ۷،۸ درجې زلزلې تراوسه په دغو هېوادونو کې ۱۷۵ تنه مړه او ۷۷۰ نور ټپیان کړي دي.

دا زلزله د شپې په ۴:۱۷ د ترکیې او سوریې پر پوله شوې ده. ددې زلزلې مرکز د ترکیې قهرمان مرعش ولایت بلل شوی دی.

ویل کېږي چې د ودانیو د نړېدو له امله سلګونه تنه مړه او ټپیان شوي او تر خاورو لاندې کسانو د لټولو لپاره هڅې روانې دي.

دا زلزله چې د دوشنبې سهار وختي وشوه په قبرس او یونان کې هم احساس شوې ده.

د ترکیې د غازیانتپ ښار یو اوسېدونکی اردم د زلزلې مرکز ته نږدې سیمه کې وویل: «کابو څلوېښت کاله کېږي چې دلته اوسېږم، هېڅکله مې دا ډول پېښه نه وه لیدلې.»

هغه زیاته کړه: «موږ لږترلږه درې ځله سخت ټکان وخوړ، لکه ماشوم چې په زانګو کې وي.»

د ترکیې د طبیعي پېښو آژانس اعلان وکړ چې تراوسه په دې زلزله کې ۷۶ تنه مړه او ۴۴۰ نور ټپیان دي.

له بلې خوا، د سوریې دولتي رسنیو ویلي چې به دې هېواد کې د زلزلې له امله له سلو زیات کسان مړه او لسګونه نور ټپیان شوي چې ډېری یې د حماه، حلب او لاذقیه ولایتونو اوسېدونکي دي چې ډېری ودانۍ پکې ویجاړې شوې دي.

د ترکیې د مرسته رسوونکو ډلې یوه غړي په هغه پيغام کې چې پر ټویټر یې خپور کړی ویلي، په هغه ښار کې چې د ترکیې او سوریې د پولې په ۵ کیلومترۍ کې موقعیت لري وضعیت ډېر خراب دی او په سلقین ښار کې لسګونه ودانۍ نړېدلې دي.

دغه کس په دې کلپ کې نړېدلې ودانۍ ښودلې او وايي چې کورونه په بشپړ ډول ورانې شوې دي.

په دې سیمه کې ډېری ودانۍ له دې مخکې د سوريې په جګړه کې چې کابو دوولس کاله یې دوام وکړ زیانمنې شوې وې.

عیني شاهدان وایي چې په دمشق او د لبنان په ښارونو بیروت او طرابلس کې خلک واټونو ته ووتل او د موټرو په لور ولاړل ترڅو د ودانیو د نړېدو په صورت کې ترې لیرې شي.  

د ترکیې یو اوسېدونکی اردم وايي: «ټول په خپلو موټرو کې ناست دي او یا له ودانیو لیرې په پرانیستو سیمو کې په تمه دي، فکر نه کوم چې له زلزلې وروسته آن یو کس هم په کورونو کې پاتې وي.»

له بلې خوا، د سپينې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جک سالیوان په یوه ټویټ کې ولیکل: «امریکا د ترکیې او سوریې د زلزلې په اړه سخت اندېښمنه ده او پېښې له نږدې څاري.»

د ترکیې په دیار بکر سیمه کې یو عیني شاهد رویټرز ته وايي چې زلزله کابو یوه دقیقه روانه وه او د ودانیو ښیښې یې ماتې کړې.

ترکي چارواکو ویلي چې شپاړس ودانۍ به سانلیورفا او ۳۴ هم په عثمانیه کې نړېدلې دي.

د جرمني د ځمکنیو علومو د څېړنې مرکز(GFZ)  ویلي چې دا زلزله د ځمکې په لس کیلومترۍ کې شوې او د EMSC څارنې ادارې اعلان کړی چې دوی د سونامي خطر په اړه د څېړنو په حال کې دي.

ترکیه د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې زیاته زلزله پکې کېږي. په ۱۹۹۹ کال کې د استانبول په سویل ختیځ کې د ۷،۶ درجې زلزلې له امله ۱۷ زره تنه ووژل شول. په ۲۰۱۱ کال کې هم د دې هېواد په وان ښار کې د زلزلې له امله څه د پاسه ۵۰۰ تنو ژوند له لاسه ورکړ.