روغتیا

ننګرهار کې یوه خصوصي بنسټ د روږدو کسانو وړیا درملنه پیل کړې

د ننګرهار ولایت په مرکز جلالاباد ښار کې یوې خصوصي روغتیايي ادارې په داسې مهال د روږدو کسانو درملنه پیل کړې، چې په دې ولایت کې د پر نشه‌یي توکو د اخته کسانو شمېر تر پخوا ډېره شوی او خلک هم ترې ډېر شکایتونه لري.

دغه روغتیایي مرکز اخلاص نومېږي او مسوولین یې وایي د یادو کسانو درملنه په وړیا ډول ترسره کوي.

د یاد مرکز مشر محمد ابراهیم باوري له آمو سره په خبرو کې وایي، چې دوی دا چاره پنځه میاشتې وړاندې د دې ولایت د عامې روغتیا له ریاست سره په همغږۍ پيل کړه.

نوموړی وایي د دې کار موخه پر نشه‌یي توکو د اخته کسانو ژغورل او عادي ژوند ته یې بېرته راګرځول بولي، ترڅو دوی هم د خپلو کورنیو پالنه خپله وکړي.

نوموړی وایي ناروغان تر هغې ساتي، چې په بشپړ ډول له نشه‌یي حالت څخه خلاصون ومومي او د عادي انسان په ډول ټولنه کې خپل ژوند ته دوام ورکړي.

وایي د درملنې کمه موده یې ۴۵ ورځې او اوږده موده یې تر یو نیم کال پورې غځېږي.

باوري زیاتوي: «موږ له دې وړاندې د ۲۵ کسانو درملنه کړې ده، لا هم کله ناکله هغوی را غواړو او تېسټونه یې کوو. دوی کې داسې کسان هم شته چې پخوا یې ښه کارونه لرل خو ملګرو پر نشه اخته کړي دي.»

محمد اسحاق هم په دې ځای کې بستر دی او درملنه یې روانه ده. هغه وایي له روږدي کېدو مخکې یې ورزشي کلپ درلود، خو ځینو ملګرو پر نشه اخته کړ.

محمداسحاق وایي، چې دوولس کاله یې نشه‌یي توکي کارولي او په دې موده کې  ټولنې او خپلو خپلوانو ورته په سپک نظر کتل.

نوموړی زیاتوي: «کابو  ۱۲ کاله کېږي چې نشه‌ کوم. مخکې ورزشکار وم، یو کلپ مې درلود، وزګارو ملګرو سره ګرځېدو لومړی په نصوارو او سګرټو راوستم بیا مې پوډرو ته مخه کړه. ټولو رانه کرکه کوله.»

وایي اوس یې عادي ژوند ته د راګرځېدو هیلې زیاتې شوي او تمه لري، چې تر درملنې وروسته به د خپلې کورنۍ او اولادونه سمه پالنه وکړي.

۳۵ کلن جاوید وایي په ۱۷ کلنۍ کې پر نشه‌یي توکو روږدی شوی دی.

هغه وایي پر نشه له روږدي کېدو سره سم ترې کورنۍ، ټولنې او ملګرو لار جلا کړې ده.

جاوید وایي، خپله کورنۍ لري او هڅه کوي له دې وروسته د خپلو ماشومانو سالمه روزنه وکړي.

نوموړی زیاتوي: «زه نشه یي وم، دلته مې درملنه کېږي خوشحال یم، له کورنیو غواړم لومړی خپل اولادونه له بې ځایه ګرځېدو وژغوري او زده‌کړې پرې وکړي او که څوک په نشه اخته وي نو هیله ده درملنه یې وکړئ.»

اخوا، خلک پر نشه‌یي توکو د ځوانانو د اخته کېدو یو لامل وزګاري او ناوړه اقتصادي وضعیت ګڼي او له طالبانو غوښتنه کوي، چې ځوانانو ته د کار کولو زمینه برابره کړي.

پر نشه‌یي توکو د روږدو کسانو په ډله کې داسې کسان هم شته چې تر لیسانس کچې یې زده‌کړې کړې او د ژوندانه د ستونزو او کمزوري اقتصاد له امله یې نشه‌یي توکو ته مخه کړې ده.