افغانستان

هرات کې د ایران کونسلګرۍ، د سیاحتي وېزو د ورکړې بهیر پيل کړ

په هرات کې د ایران کونسلګرۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې افغانانو ته یې د سیاحتي وېزو ورکړه بیا پیل کړې ده.

په دغه خبرپاڼه کې راغلي چې په هرات کې له طالب چارواکو سره د ترسره شوې هوکړې له مخې، د وېزو د صادرولو بهیر به یوازې ددې کونسلګرۍ تر څارنې لاندې سیاحتي شرکتونو له لارې ترسره شي.

د ایران د وېزو غوښتونکي باید د ایران د تایید وړ سیاحتي شرکت ته د وېزې غوښتنه وړاندې کړي.

دا په داسې حال کې دي چې په تېرو وختونو کې خلکو په آسانه توګه په خپلو ولایتونو کې د سیاحتي شرکتونو د وېب پاڼو له لارې د وېزو له لارې نوم لیکنه کوي.

اوس د ایران د کونسلګرۍ د تایید وړ سیاحتي شرکتونه د وېزې له هر غوښتونکي څخه ۳۵۰ افغانۍ اخلي؛ په داسې حال کې چې پخوا ۱۵۰ افغانۍ وې او اوس د وېزو اخیستو لګښت له ۷۵۰۰ افغانیو څخه ۸۳۵۰ ته زیات شوی دی.

د ایران د کونسلګرۍ له خوا د درېیو سیاحتي شرکتونو په ټاکل سره، ۳۱۱ نور سیاحتي شرکتونو چې کابو زر تنه پکې په کار بوخت وو، اوس وزګار شوي دي.

ددغو شرکتونو خاوندان پر دغې تګلارې په نیوکې سره په دې هکله د بیا کتنې غوښتونکي دي.

په هرات کې د یوه ترویستي شرکت مسوول محمد یونس حیدري وايي: «زیات شمېر شرکتونه اوس وزګار شوی او یوازې د کونسلګرۍ له خوا منل شوي شرکتونه د خلکو نوم لیکنه کوي. که دا شرکتونه د کونسلګرۍ اړوند دي نو ولې له خلکو د نوم لیکنې لپاره پیسې اخلي؟ باید له هماغه اتیا یورو چې اخلي یې د دوی د کارکوونکو معاشونه ورکړي. زموږ غوښتنه دا ده، باید هغه شرکتونه چې مخکې یې په داوطلبۍ کې ګډون کړی و او ګټونکي شوي وو، د نوم لیکنې اجازه ورکړل شي.»

له بلې خوا، د هېواد د لوېديځې حوزې یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د ایران د وېزو په صادرولو د خلکو یوه برخه ستونزې حل شي.

د هرات اوسېدونکی احمد شاه په دې اړه وايي: «خلک ډېرې ستونزې لري، ځینې ناروغان لري، یو شمېر ایران ته د کار لپاره ځي ترڅو یوه نمړۍ ډوډۍ پیدا کړي له دې امله وېزو ته سخته اړتیا لري.»

له بلې خوا، د لوېدیځې حوزې اوسېدونکي چې د وېزو اخیستو لپاره ځانګړو سیاحتي شرکتونو ته ورغلي، د ناسمو خدماتو له وړاندې کولو شکایت لري.

د هرات د رباط سنګي ولسوالۍ اوسېدونکی فریدون چې د ایران وېزې اخیستو لپاره هرات ښار ته ورغلی وايي: «درې شپې ورځې کېږي چې دلته ولاړ یم، ګڼه ګوڼه زیاته ده طالبان دوی وهې ټکوي او د خلکو ستونزو ته پام نه کوي، هیله کوو چې خلکو ته وېزې ورکړي او پرېږدي په لازیاتو ځایونو کې نوم لیکنه وکړي ترڅو یې ستونزې حل شي.»

د هرات د شینډنډ ولسوالۍ اوسېدونکی محمد وایي، دوې شپې کېږي چې تر باران لاندې د وېزې د ترلاسه کولو نوملیکنې ته په تمه دی. هغه پر طالبانو په نیوکې سره چې خلک وهي او ټکوي وویل: «یو قانون دې جوړ شي ترڅو د خلکو ستونزې هوارې شي.»

خو د هرات لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس نعیم‌الحق حقاني وايي: «هېڅ توریستي شرکت د وېزې لپاره د نوملیکې او د لاسوهنې حق نه لري. کوم ځایونه چې د پاسپورتونو د ثبت لپاره ټاکل شوي دي، هلته د ایران د کونسلګرۍ ځانګړي رسمي شرکتونه دي.»

هغه زیاتوي، چې د سیاحتي شرکتونو له ناسمې ګټې اخیستنې، امنیتي ګواښونو او ګڼې ګوڼې څخه د مخنیوي لپاره د ایران د کونسلګرۍ له خوا داسې پرېکړه شوې ده.

دغه طالب چارواکي زیاته کړه، چې هڅه کوي د وزګار شویو کسانو ستونزې هوارې کړي.

هرات کې د ایران کونسلګري په داسې حال کې د وېزو د وړاندې کولو بهیر بیا پیلوي چې موده مخکې د هرات ځایي ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي و، چې هرات کې د طالبانو والي نور احمد اسلام‌جار د ایران د اسلامي جمهوریت له سرکونسل سره په لیدنه کې د توریستي وېزو د خدماتو په برخه کې د شته ستونزو پر هواري خبرې‌اترې کړې وې او ټاکل شوې وه، چې په یوه منظمه او مناسبه کړنلاره کې دغه بهیر بیا پيل شي.

هرات کې د ایران کونسلګرۍ په تېرو میاشتو کې په یوه خبرپاڼه کې ویلي و، چې د افغانانو لپاره یې د وېزو د صادرولو بهیر له دې امله درولی چې د هرات ځایي اداره د دغې استازولۍ د اړوندو شرکتونو له تړلو سره په عملي ډول د وېزو د صادرولو لړۍ چې د ۲۱۱ سیاحتي، زیاتي او روغتیایي شرکتونو له خوا د ترسره کېدو په حال کې وه درولې ده.