سوداګري

ازبکستان افغانستان ته د باروړونکو اورګاډو تګ راتګ ودراوه

د ازبکستان د اورګاډي شرکت چهارشنبې د سلواغې په دوولسمه افغانستان ته د اورګاډي له لارې د توکو رالېږدول د طالبانو له خوا له تړونه د سرغړونې له امله ځنډولي دي.

ازبکستان اعلان کړی، طالب چارواکو د هغې هوکړې له مخې چې د دسمبر په وروستیو کې لاسلیک شو تخنیکی ژمنې نه دي عملي کړې.

د ازبکستان د رېل لارې شرکت اعلان کړی چې په ۲۰۱۰ کال کې ددې لارې له جوړېدو راهیسې، د اورګاډي لارې ټول خدمات د «سغدیانا ترانس» اړوند شرکت له خوا وړاندې شوی دي.

دغه بنسټ وایي چې له طالبانو سره خبرې د تېر کال په دسمبر میاشت کې وشوې او هوکړه وشوه چې د افغانستان د اورګاډي اداره دې د ۲۰۲۳ کال د فبرورۍ له لومړۍ نېټې مخکې پورې ددې لارې د رغول او ساتنه پرغاړه واخلي.

د ۲۰۲۲ کال د دسمبر له ۲۶ تر ۳۰مې نېټې په مذاکراتو کې چې د ازبکستان په ترمز ښار کې ترسره شول، دغه شرکت له طالبانو سره د ۲۰۲۳ کال له فبرورۍ مخکې د افغانستان د اورګاډي ادارې د کارکوونکو له خوا د افغانستان په خاوره کې د تخنیکي کارونو د کرار کرار اجرا لپاره د پروګرام د عملي کولو په اړه هوکړه شوې وه.

همداراز په دغو خبرواترو کې د ازبکستان «سغدیانا ترانس» او «د افغانستان د اورګاډي ادارې» د ترسره شویو کارونو د لېست او لګښت په اړه یې هوکړه کړې وه.

په دغه بیانیه کې راغلي: «له بده مرغه د هوکړه شویو اقداماتو پر وخت اجرا په اړه د افغانستان د اورګاډي ادارې د بې وسۍ له امله، اعلانوو چې افغانستان ته د اورګاډي له لارې راکړه ورکړه د فبرورۍ له لومړۍ نېټې ځنډول کېږي.»

په بیانیه کې زیاته شوې چې له کار ګمارونکو د ملاتړ او هېواد ته د اړینو توکو د وارداتو د درېدو د مخنیوي او افغانستان ته د توکو د لېږد د تضمین په موخه، «سغدیانا ترانس» شرکت په ترمز او د افغانستان په نورو ښارونو کې د لوژستیکي مرکزونو له لارې افغانستان ته د توکو د لېږد رالېږد په برخه کې عملي مرسته پرغاړه اخلي.

د ازبکستان د اورګاډي شرکت په ۲۰۱۰ کال کې د ۱۲۹ میلیون ډالرو په ارزښت د حیرتان – مزارشریف ۷۵ کیلومترۍ رېل لاره جوړه کړه.

«سغدیانا ترانس» شرکت یو کال وروسته ددې لارې د ګټې اخیستو او سرویس په موخه رامنځته شو.

له دې سره سره، د تېر کال په دسمبر میاشت کې د ازبکستان د اورګاډي له شرکت سره له خبرو دوې اوونۍ مخکې، طالب چارواکو د حیرتان ـ مزارشریف د رېل لارې د مدیریت لپاره د «منصور فاتح» په نوم قزاقستاني شرکت سره تړون لاسلیک کړی و.