ښځې

طالبانو د خصوصي پوهنتونونو ۷۰زره نجونې محصلینې په کور کړې دي

د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده‌کړو موسسو د ټولنې مسولین وايي، چې د طالبانو له خوا د کانکور په ازموینه کې د نجونو د نوملیکنې مخنیوی به خصوصي پوهنتونونه له پرځېدو سره مخ کړي او ښایي د ډېرو خصوصي پوهنتونونو دروازې وتړل شي.

د لوړو زده‌کړو وزارت د همدې اونۍ په پيل کې د یوې خبرپاڼې په خپرولو د خصوصي پوهنتونونو په کانکور ازموینه کې د نجونو نوملیکنه منع اعلان کړه.

په دې لیک کې د خصوصي پوهنتونونو خاوندانو ته خبرداری ورکړل شوی، چې د سرغړونې په صورت کې به قانوني چلند ورسره وشي.

اوس د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده‌کړو موسسو ټولنې مسوولین د دې لیک په غبرګون کې وایي، چې د طالبانو دغه پرېکړه به ډېری پوهنتونونه له ماتې سره مخ کړي او خاوندان به یې اړ شي ترڅو خپلې پانګې له هېواده بهر ته ولېږدوي.

د دې ټولنې د مطبوعاتو او عامه اړیکو رییس آمو ټلویزیون ته وایي، چې دغه پرېکړه به پر خصوصي پوهنتونونو ناوړه اغېزه وکړي.

د دې ټولنې د عامه اړیکو او مطبوعاتو رییس محمدکریم ناصري وایي، ۷۰ زره نجونو باید په خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده‌کړو په موسسو کې زده‌کړې کولای، خو اوس دغه ټولې نجونې په کور ناستې دي.

محمدکریم ناصري وویل: «که وضعیت په همدې ډول دوام ومومي او ۷۰ زره محصلینې چې اوس تر بلې خبرتیا د زده‌کړو له نعمته بې‌برخې شوې او بېرته پوهنتونونو ته لار پيدا نه کړي او د پوهنتونونو د بیا پرانیستو زمینه ورته برابره نه شي، زموږ پر کار منفي اغېزه لري او ښایي ډېری پوهنتونونه وتړل شي.»

دا په داسې حال کې ده چې کابل ښار کې یو شمېر پوهنتونونه یوازې د ښځو په برخه کې فعالیت لري او ټولې زده‌کړیالانې او کارکوونکې یې ښځینه دي.

د دغو خصوصي پوهنتونونو یو مسوول وایي، چې د کانکور په ازموینه کې د نجونو پر ګډون بندیز د ځینو پوهنتونونو د تړل کېدو زمینه برابروي.

د یوه خصوصي پوهنتون مسوول عزیزالله په دې اړه وویل: «د کانکور ازموینې د نوملیکنې په بهیر کې د ښځو د ګډون منع کول، زموږ د مرکز د تړلو په مانا دي موږ نارینه محصلین نه لرو او ټول ښوونیز او روزنیز خدمات مو یوازې د نجونو لپاره دي. ټولې کارکوونکې، زده‌کوونکې او زده‌کړیالانې مو ښځې دي. په بشپړ ډول یوه اسلامي او شرعي فضا ده. په دې برخه کې هېڅ ستونزه نشته.»

هغه دوام ورکړ: «له بده‌مرغه داسې پرېکړې د دې لامل ګرځي چې موږ کابو ۵.۵ میلیونه ډالر شتمني له لاسه ورکړو او اړ شو دغه مرکز وتړو چې یو نه جبرانېدونکی ناورین دی.»

په همدې حال کې د اسلامي همکارۍ سازمان د طالبانو پر دغې پرېکړې نیوکه کړې ده.

دغه سازمان پر خپل ټویټر لیکلي: «د اسلامي همکارۍ سازمان دارالانشاء د شنبې پر ورځ په روان کال کې په ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د کانکور په ازموینه کې د ګډون د مخنیوي په تړاو له اعلان شوې پرېکړې ناهیلي څرګنده کړه. دغه وروستی فرمان چې د نجونو او ښځو پر زده‌کړو او کار د کابل د رسمي چارواکو له خوا لګول شوي پراخ محدودیتونه، لا سختوي.»

د خصوصي پوهنتونونو ټولنې ویلي، چې په ټول افغانستان کې ۱۴۰ پوهنتونونه او د لوړو زده‌کړو موسسې فعالیت لري او په دغو پوهنتونونو کې ۲۵ زره کارکوونکي او علمي کدرونه په دندو بوخت دي چې د نجونو پرمخ د پوهنتونونو له تړل کېدو وروسته ۶ زره کارکوونکي او د هېواد علمي کدرونه وزګار شوي دي.