سوداګري

د برېښنا نشتوالي د کندهار د صنعتي ښارګوټي فعاليت نيمایي ته راکم کړی

د کندهار په ختیځ ښوراندام صنعتي ښارګوټي کې له دې مخکې ۳۰۰ توليدی فابريکو د ودانیزو موادو، خوراکي توکو، کرنيزو ماشينونو، پلاستيک، صابون او کاغذ جوړولو په ګډون ګڼو برخو کې توليدات لرل، خو اوس د فعالو کارخونو شمېر له درې سوه څخه ۱۳۰ ته راټيټ شوی دی.

پانګه‌وال وایي که د برېښنا د کمښت ستونزه حل نشي، ډېرې نورې توليدي کارخونې به هم وتړل شي.

د بېلچو د يوې تازه جوړې شوې توليدي فابريکې خاوند حاجي شمس الله وایي يو میلیون ډالر پانګونه یې کړې او د ورځې پنځه زره بېلچې تولیدوي.

نوموړی زیاتوي، اوس ورته د ورځې په نوبتي ډول اته ساعته برېښنا ورکول کېږي، چې بسنه نه کوي.

نوموړی وایي، که پوره برېښنا ورته برابره شي په څلرویشت ساعتونو کې تر ۳۰ زرو بېلچې توليدولای شي.

نوموړی زیاتوي: «اړتیا وه، چې د بېلچو د توليد په برخه کې پانګونه وشي، موږ فابريکه جوړه کړه، خو برېښنا مو کمه ده، که مو دا ستونزه حل نه شي ښکاره خبره ده چې فعالیت مو کمېږي.»

د کندهار په صنعتی پارک د لبنياتو د پروسس يوې لويې فابريکې”ملکو” هم د برېښنا د کمښت او خامو موادو د نشتوالي له  امله خپل فعاليت کم کړی دی.

د کندهار د صنعتی پارک په کارخونو کې له دې وړاندې له پنځه زره زياتو کسانو کار کاوه، خو اوس ډېری دا کسان وزګار شوي دي.

عبدالسلام د کندهار د صنعتي پارک د کرنيزو توکو د توليد په يوه فابريکه کې کار کوي.

عبدالسلام وایي، د کورنۍ د اړتیاوو برابروونکی دی او که يې فابريکه د برېښنا د نشتوالي له امله تړل کېږي، نو د پانګوالو ترڅنګ به زيان عادي ګارکر هم زیانمن شي.

هغه زیاتوي: «موږ غواړو، چې زياته پانګونه وشي او دولت (د طالبانو اداره) د فابريکو لپاره دوامداره برېښنا برابره کړي، تر څو صنعتی پارک فعال او خلک کارګر وزګار نه شي.»

اخوا، په کندهار د طالبانو د برېښنا ریاست مسوولين وایي، د کجکي بند د اوبو د کچې د ټیټېدو له امله په کندهار او هلمند کې برېښنا کمه شوې، خو دوی د کندهار صنعتي ښارګوټي ته د ورځې له ۵ تر اتو ساعتونو برېښنا په نوبتي ډول ورکوي.

د کندهار د برېښنا رياست ویاند احسان الله امين وایي، هڅه کې دی چې د کندهار د صنعتي ښارګوټي برېښنا په کجکي بند کې د اوبو په زياتېدو سره بېرته زياته شي.

د کندهار په صنعتي ښارګوټي کې توليد شوي توکي د هېواد د کورنیو بازارونو ترڅنګ د ګاونډيو هېوادونو په مارکېټونو کې هم ځانګړی ځای لري.