افغانستان

د نورستان سخت ژمی او د خلکو ستونزې

د نورستان ولایت اوسېدونکي وايې وزګارۍ او خوراکي او نورو اړتیاوړ توکو د بیو لوړېدو له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

د نورستان ولایت مرکز پارون او شاوخوا سیمې په درنو واورو پوښل شوې او د خلکو ورځنۍ چارې په ټپه درېدلې دي.

د نورو کلونو په پرتله سږکال په نورستان کې ډېره واوره اورېدلې چې هوا هم ډېره ورسره سړه شوې ده.

که څه هم د دې ولایت ډېری اوسېدونکي په کرنیزو چارو او په غرونو کې او د څاریو او رمو په څرولو بوخت وي خو وروستیو واورو او سړې هوا یې پر ورځني ژوند ناوړه اغېزه کړې ده.

د نورستان یو اوسېدونکی جمعه نورستاني وايې، که څه هم دوی له ساړه سره بلد دي خو د سږ  کال سوړ ژمی له تېرو کلونو سره توپير لري ځکه واوره ډېره اورېدلې او هغوی یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

نوموړی زیاتوي: «زموږ ماشومان له زده کړو بې برخې شوي، خپل څاروي او پسونه غرونو ته د څرولو لپاره نشو بیولای او مېرمنې مو هم په کروندو کې کار نه شي کولای نو که وضعیت همداسې روان وي ژوند مو لا سختېږي.»

هغه له حکومت (طالبانو ادارې) او مرستندویه بنسټونو غواړي چې په دې سخت ژمي کې ورسره د خوراکي توکو مرسته وکړي.

له بلې خوا، د نورستان په مرکز پارون کې هټۍوال هم اندېښمن دي او وایي چې د تېرو کلونو په پرتله یې کاروبار کم شوی ځکه له یوې خوا د سختو لارو له امله توکي ګران ورته تمامېږي او له بله پلوه خلک له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

د نورستان ولایت په مرکز پارون کې هټۍ وال شکایت لري او وايي چې په سخت ژمي کې د واورو له امله لارې تړلې چې له امله یې د اړتیاوړ توکي نه شي لېږدولای.

د دې ولایت یو هټۍوال محمد صابر وایي: «موږ د خپلې هټۍ لپاره له کونړ څخه توکي راوړو له دې مخکې به مو په هرو دوه میاشتو کې یو ځل توکي راوړل خو اوس کابو پنځه میاشتې کېږي چې څه مو نه دي راوړي ځکه له یوې خوا لارې سختې شوې او له بله پلوه خلک د توکو د اخیستو وس نه لري.»

دغه هټۍوال وايي چې نورستان ته ورغلې ټولې لارې په واورو پوښل شوې چې له امله یې موټر پرې تګ راتګ نه شي کولای او د سیمې اوسېدونکي یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

د یادولو وړ ده چې سږ کال د هېواد د نورو سړو سیمو په شان په نورستان هم د تېرو کلونو په پرتله هوا سړه ده چې له یوازې خوا وزګارۍ او له بله پلوه اقتصادي ستونزو د خلکو ژوند ګران کړی دی.

د تېر نظام په سقوط او د طالبانو په واکمنېدو سره په هېواد کې وزګاري او ګرانه زیاته شوه خو یو شمېر بهرنیو مرستندویه موسسو له خلکو سره د لومړنیو توکو او نقدي مرسته کوله چې په بهرنیو موسسو کې د ښځو د کار د مخنیوي په اړه د طالبانو له پرېکړې وروسته زیات شمېر دغو بنسټونو خپل فعالیت درولی او له بې وزله کورنیو سره د مرستو بهیر هم ځنډول شوی چې دې چارې په روان ژمي کې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.