افغانستان

د ورېښمو پولې د ستونزو په اړه د خبرو لپاره نیمروز ولایت ته د ایراني پلاوي سفر

له سرحدي جنجالونو، د نشه یي توکو او انسان قاچاق له زیاتوالي وروسته، د ایران لوړپوړی پلاوی د سرحدي ستونزو د اواري لپاره تېره ورځ د سلواغې په دوهمه نېټه نیمروز ته راغی او له طالب چارواکو سره یې کتنه او خبرې وکړې.

په نیمروز کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس حبیل الهام آمو ته وویل: «د ایران د سیستان و بلوچستان ولایت د والي محمد کرمي په مشري ددې ولایت لوړپوړی پلاوی، د ورېښمو پولې ستونزو د اواري په موخه تېره ورځ ماسپښین نیمروز ته راغی.»

هغه زیاته کړه چې پلاوي د نیمروز له والي نجیب الله رفیع سره کتنه او خبرې اترې کړې دي.

د دې ناستې ګډون کوونکو له نشه يي توکو سره د مبارزې، د انسان د قاچاق د مخنیوي د څرنګوالي، ناقانونه کډوالۍ او د ورېښمو له لارې د سوداګرۍ د ستونزو په اړه خبرې اتړې وکړې.

د نیمروز والي په دې کتنه کې ویلي: «له نشه يي توکو او د انسان له قاچاق سره مبارزه زموږ کاري لومړیتوب دی او موږ په دې برخه کې یو لړ لاس ته راوړنې لرلې دي. د امیرالمومنین (ملاهبت الله) د سپارښتنې له مخې د نشه يي توکو او انسان قاچاق په بشپړ ډول منع شوی او موږ هڅه کوو چې دا ښکارنده کنټرول کړو.»

هغه همداراز له ایراني لوري وغوښتل چې په ایران کې له میشتو افغان کډوالو سره نېک چلند وکړي.

د ایران د سیستان و بلوچستان والي هم په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر ښو اړیکو په ټینګار سره، له نشه يي توکو او د انسان له قاچاق سره د مبارزې په برخو کې د همکارۍ ژمنه وکړه.

په دې ناسته کې همداراز پرېکړه وشوه چې د دواړو ولایتونو سوداګریزو چارو او اقتصادي پیاوړتیا لپاره، د ورېښمو پُل څلرویشت ساعته پرانیستی وي ترڅو د ورځې لږترلږه ۶۰۰ په سوداګریزو توکو بار موټر له دې لارې تګ راتګ وکړي.

په دغه کتنه کې د نیمروز د والي او د سیستان و بلوچستان د والي ترمنخ هوکړه لاسلیک شوه؛ خو ددې هوکړې د منځپانګې په اړه مالومات نه دی ورکړ شوي.

دا ناسته په داسې حال کې ترسره شوې چې په افغانستان کې د طالبانو له بیاځلې واکمنېدو وروسته، د نیمروز ولایت له کنګ ولسوالۍ د نشه يي توکو قاچاق په پراخه توګه زیات شوی او په نیمروز کې د انسان قاچاق په عواید لروونکي تجارت بدل شوی دی.

همداراز د نیمروز په پوله کې د دواړو لوریو ترمنځ جګړې د سوداګرۍ بهیر له ځوړتیا سره مخ کړی او ډېری سوداګر له دې امله زیانمن شوي او د اسلام کلا بندر له لارې یې سوداګرۍ ته دوام ورکړی دی.

طالبان په داسې حال کې له نشه يي توکو او انساني قاچاق په وړاندې مبارزې خبره کوي چې د ورکړ شویو راپورونو له مخې، دوی د نشه يي توکو او انسان له قاچاق کوونکو پیسې اخلي.