افغانستان

زابل کې د هوا له سړېدو سره سم د توکو بیې هم لوړې شوې دي

د زابل د مرکز کلات اوسېدونکي وايي، د خوراکي او سون توکو بيې د تېر کال په پرتله څو برابره لوړې شوې چې دوی يې د پېرلو وس نه لري.

دا مهال زابل کې د يخنۍ درجه منفي لس ته رسېږي او ددې ولایت زیات شمېر اوسېدونکي وزګار دي.

ددغه ولايت اوسېدونکي وايي، د يخنۍ له زياتېدو سره سم د خوراکي او نورو اړتیا وړ توکو بيې په بېساري ډول لوړې شوې دي.

د زابل یو اوسېدونکی محمد قاسم معصومي وايې، د تېر کال په پرتله په دغه ولايت کې د خوراکي او نورو اړتیاوړ توکو بیې لوړې شوې چې مسوولين يې د مخنيوي لپاره بايده ګامونه پورته کړي.

قاسم معصومي زياتوي: «زابل کې د سون او خوراکي توکو بيې لوړې شوې او زابليان دومره وس نلري چې دا توکي په لوړه بیه وپېري له حکومته غواړو چې په دې برخه کې اقدام وکړي.»

د زابل يو بل اوسېدونکی سلطان محمد هم د خوارکي او سون توکو د بيو له لوړېدو شکايت لري او وايي چې ښاروالي دې د نرخونو کنټرول او څارنې ته پام وکړي.

سلطان محمد زياتوي: «زابل کې د ژمي په رارسېدو د خوراکي او سون توکو بيې لوړي شوې او له حکومته غواړو چې بازار کنټرول کړي او ټولو هټیو ته نرخپاڼې ووېشي.»

بل لور ته د کلات ښار د سون توکو سوداګر بيا وايي د لوړي ماليې اخستلو له امله د سون توکو په ګډون د خوراکي او غيري خوراکي توکو بيي لوړي دي.

د عبدالله په نوم یو سوداګر وايي:« د سون توکو بيې د موټرو د کرايو د لوړوالي او دولتي ماليې د زياتوالي له کبله لوړې شوې، دولت دې پر هټۍوالو ماليه کمه کړي تر څو د توکو بیې ټيټې شي.»

په کلات کې د طالبانو د ښاروالۍ مسوولين بيا وايي، د يخنۍ له امله يوازې زابل نه بلکي نورو ولايتونو کې هم د خوراکي او سون توکو بيي لوړې شوې دي.

د کلات ښاروالۍ مرستيال ضيا الحق زاهد وايي، دوي سره له دې په کلات کې د خوراکي توکو د بيو د لوړېدو د مخنيوي لپاره کمېټه جوړه کړې چې د نرخونو د کنترول په برخه هره ورځ له ښاره ليدنه کوي.

زاهد زياتوي: «واقعأ هم چې د ژمي په راتګ سره د زابل په ګډون ټول هېواد کې د سون او خوراکي توکو بيې لوړې شوې، د کلات ښاروالۍ د نرخونو د کنټرول او احتکار د مخنیوي لپاره یوه کمېټه جوړه کړې، که څوک د احتکار پر مهال ونيول شي هټۍ به يې تر نامعلومې مودې وتړل شي او قانوني چلند به ورسره وشي.»

په هېواد کې هر کال د ژمي په رارسېدو د خوراکي او نورو اړتیاوړ توکو بيې لوړېږي چې سوداګر يې لامل د لارو بندېدل او د نرخونو نه کنټرول په ګوته کوي.