افغانستان

هرات کې د ایران د وېزو د صادرولو پر درېدو د خلکو نیوکې

د هېواد د لوېدیځې حوزې اوسېدونکي په هرات ولایت کې د ایران د کونسلګرۍ له خوا د وېزو د صادرولو بهیر د درېدو له دوامه شکایت لري.

دغه اوسېدونکي وایي چې ددې بهیر د درېدو په دوام سره، خلک په تېره بیا ناروغان له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.

د هرات یو اوسېدونکی غلام فاروق وايي: «خلک اړ دي چې ایران ته ولاړ شي، ترڅو هلته کار وکړي، درس ووایي او یا هم خپل ناروغان د درملنې لپاره بوځي؛ ځکه ژبه یې زموږ سره یو شان ده او اقتصادي وضعیت هم خراب دی. موږ اړ یوو چې ولاړ شو او هلته کار وکړو.»

د هرات یو بل اوسېدونکی عبدالحی وایي: «زه په خپله ډېره ستونزه لرم، ناروغ یم، غواړم وېزه واخلم او د درملنې لپاره ایران ته ولاړ شم؛ خو اوس موږ ته وېزه نه راکوي او دا ډېره د اندېښنې وړ ده.»

په همدې حال کې ویل کېږي چې اوسمهال هرات کې د ایران په کونسلګرۍ کې د ناروغۍ، د زده‌کړو او سیاحتي ویزې بندې دي او یوازې سوداګر کولای شي د سوداګرۍ وېزې واخلې.

هرات ولایت کې د ایران کونسلګري له کلونو راهیسې فعالیت لري او له دې مخکې یې هره ورځ افغانانو ته له ۳۰۰ تر ۵۰۰ وېزو پورې صادرولې.

په دې لړ کې هرات کې د طالبانو ځایي ادارې تازه اعلان کړی، چې په دغه ولایت کې د طالبانو والي نوراحمد اسلام‌جار هرات کې د ایران د اسلامي جمهوریت له سرکونسل محمد صدیقي سره د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یوه استازي او د دې ډلې د اطلاعاتو او کلتور د رییس په حضور کې کتلي دي.

د دغې ادارې په اعلامیه کې راغلي: «په دې ناسته کې دواړو لوریو د اړیکو پر پیاوړتیا او په بېلابېلو له دې جملې په کلتوري برخه کې د همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی. همداراز د سیاحتي وېزو د خدماتو د ستونزو هوارول بله موضوع وه چې په دې ناسته کې یې په اړه خبرې‌اترې وشوې.»

خلک په داسې حال کې د وېزو د ورکولو بهیر له درېدو شکایت لري چې په هرات ولایت کې د ایران کونسلګرۍ نږدې دوې میاشتې مخکې په یوه خبرپاڼه کې ویلي و، چې افغانانو ته یې د وېزو ورکولو بهیر له دې امله درولی چې د هرات ځایي ادارې د دې استازولۍ د اجرایي دفتر په تړلو په عملي ډول د وېزو د صادرولو بهیر چې د ۲۱۱ سیاحتي، زیارتي او روغتیایي شرکتونو له خوا د ترسره کېدو په حال وو، درولی دی.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان کې له بدلونونو وروسته هرات ولایت کې د وېزو د اخیستو لپاره د ایران سفارت ته د خلکو ورتګ زیات شو او هره ورځ د هېواد د لوېدیځې حوزې ولایتونو ګڼ شمېر اوسېدونکي په اوږدو لیکو کې د وېزو اخیستو ته په تمه درېدل.

د ایران کونسلګري هرات ولایت کې د فعالیت ۸۰ کلنه مخینه لري او په ټولو وختونو او ان هېواد کې د بېلابېلو سیاسي او پوځي بدلونونو پرمهال یې هم خپل فعالیت ته دوام ورکړی دی.

د ویلو ده، چې د لوېدیځې حوزې اوسېدونکي د وېزو اخیستو لپاره ان څو شپې په لیکو کې په تمه پاتې کېدل.

ایران له افغانستان سره یو شان ژبه لرونکی هېواد دی چې اوسمهال هره ورځ ګڼ شمېر افغانان په ځانګړې توګه د هېواد د لوېدیځو سیمو اوسېدونکي په قانوني توګه له اسلام‌کلا پولې څخه دغه هېواد ته د ننه کېږي.