افغانستان

د طالبانو تازه فرمان؛ په پلورنځیو کې د مجسمو مخونه باید پټ شي

طالبانو په خپل تازه فرمان کې هټۍ والو ته حکم کړی چې په پلورنځیو کې د ښځو د مجسمو (موډلونو) مخونه پټ کړي. دوی په کابل کې د ټولو پلورنځیو له خاوندانو غوښتي چې د مجسمو مخونه پټ او یا یې سرونه پرې کړي.

په کابل کې د جامو د یوه لوی پلورنځي خاوند ننګیالی وايي چې د طالبانو د امربالمعروف ادارې، په یوه لیک کې له هغوي غوښتي چې د ښځینه جامو پلورونکي د ښځو مجسمو مخونه پټ کړي.

دا په داسې حال کې دي چې له دې مخکې طالبانو په کابل ښار کې، له ټولو ښځینه او نارینه سینګارتونونو غوښتي و چې له خپلو هټیو عکسونه پاک کړي.

سربېره پر دې، د ټولو هغو سوداګریزو پيغامونو خپرېدل هم منع کړي چې ښځې پکې وي.

په کابل کې د جامو د یوه پلورنځي خاوند حسیب حساس وايي چې هره اونۍ یې پلورنځي د طالبانو له خوا کتل کېږي او خبرداری ورکړل شوی که د مجسمو مخونه په نه کړي، یا نقدي جریمه کېږي او یا به دا مجسمې له منځه یوسي.

طالبان په افغانستان کې واک ته له رسېدو راهیسې، له ټولنې د ښځو د حذفولو لپاره له هرې لارې کار اخیستی دی.

له یو نیم کال راهیسې د ښځو د ځپلو او حذف لپاره د طالبانو پرلپسې فرمانونه روان دي. د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو تړل کېدل، د کار او په ادارو کې د ښځو د فعالیت مخنیوی، د تفرېح ځایونو او حمامونو تړل کېدل او له سفره د هغوی منع کول او د دې ډلې له خوا لسګونه نور موردونه د دې لامل شوي چې په افغانستان کې ښځې له سخت ژوند سره مخ شي.