افغانستان

د بدخشان د فیض آباد ښار اوسېدونکي: په یوه اونۍ کې یوازې یوه شپه برېښنا لرو

د بدخشان ولایت یو شمېر اوسېدونکي د برېښنا له پرچاوۍ شکایت لري او وايي چې د ژمي په رارسېدو سره، د بدخشان انرژۍ شرکت د برېښنا پرچاوۍ زیاتې کړې دي.

د بدخشان د مرکز فیض آباد ښار د لومړۍ ناحیې اوسېدونکی حیدر علي د آمو ټلویزیون خبریال ته وايي: «په تېره یوه اونۍ کې مو یوازې یوه شپه برېښنا لرله، هوا په بې مخینې توګه سړه ده او موږ برېښنا ته اړتیا لرو.»

د فیض آباد ښار اوسېدونکي وایي چې د بې وزلۍ او وزګارۍ ستونزې له یوې خوا او د منظمې برېښنا نشتوالی له بله پلوه، په روان ژمي کې د دوی ژوند سخت کړی دی.

د دې ولایت یو اوسېدونکی حسیب چې په فیض آباد ښار کې رستوران لري د آمو ټلویزیون خبریال ته وايي: «موږ خوښ وو چې د شورابک برېښنا فعاله شوې او تل به برېښنا ولرو؛ خو په یوه اونۍ کې یوازې یوه شپه برېښنا لرو، نورې شپې د شپې په نیمايي کې برېښنا راځي او موږ اړ یو چې جنراتورونه وکاروو، د (طالبانو) له اسلامي امارته غواړو دې برخې ته پاملرنه وکړي.»

د بدخشان د اوسېدونکو په وینا، برېښنا دولتي ادارو ته ورکول کېږي او دا د دې لامل شوي چې خلک برېښنا ونلري او له ګڼو ستونزو سره مخ شي.

له بلې خوا، په بدخشان کې د برېښنا رسولو مسوول د بدخشان انرژۍ شرکت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د هوا د سړېدو او اوبو د کنګل کېدو له امله، د اوبو کچه ټيټه شوې او د برېښنا تولید ټیټې کچې ته رسېدلی دی.

بدخشان انرژۍ ټینګار کړی چې د موسم تر بدلون پورې به هرې دوې شپې وروسته یوه شپه برېښنا خلکو ته ورکول کېږي.

د دې ولایت د شغنان ولسوالۍ اوسېدونکی نجیب الله وایي: «زموږ برېښنا چې له تاجکستانه واردېږي، د ژمي په دې موسم کې یوه شپه وي او نه او موږ د لرګیو د پېرلو وس نه لرو ترڅو خپلې خونې پرې ګرمې کړو، کله د سختې واورې له امله، د برېښنا ستنې له ستونزو سره مخ کېږي او د څو ورځو لپاره برېښنا بندېږي.»

څه موده مخکې د افغانستان برېښنا شرکت ویلي و چې د تخنیکي ستونزې له امله د کابل او د افغانستان نورو ولایتونو ته د ازبکستان د وارداتي برېښنا بهیر پرې شوی دا ستونزه به ډېر ژر حل شي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په دسمبر میاشت کې د روان کال تر پایه هېواد ته د ازبکستان د وارداتي برېښنا تړون تمدید کړی دی.

ددغه تړون له مخې، ازبکستان ژمنه کړې وه چې په روان کال کې د سل میلیون ډالرو په ارزښت برېښنا افغانستان ته صادره کړي.

افغانستان له خپلو ګاونډیو پر وارداتي برېښنا تکیه لري او د برېښنا شرکت د شمېرو له مخې، په اوسني و خت کې کابو ۱۶۰۰ میګاواټه برېښنا ته اړتیا لري چې اویا سلنه یې له ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان او ایرانه واردې او دېرش سلنه نور له کورنیو سرچینو ترلاسه کېږي.