افغانستان

طالبان د ښوونځیو هغه ښوونکي له دندو ګوښه کوي، چې ږيرې نه لري

طالبانو په ټولو دولتي ښوونځیو کې ښوونکو ته د وروستي ځل لپاره خبرداری ورکړی که یې ږیرې پرېنښودې له دندې به یې ګوښه کړي.

په ختيځ ولایتونو کې هم ښوونکي مني، چې دوی ته د پوهنې ریاست لیک ور رسېدلی، چې په کې د جبري ږیرې پرېښودو ګواښ شوی او ویلي یې دي، که چا ترې سرغړونه وکړه له دندو به یې ګوښه کړي.

شینواری په يوه دولتي ښوونځي کې ښوونکی دی وایي، له دې ګواښ وروسته اړ دی، چې د دوی په خوښه ږيره پرېږدي.

هغه له آمو سره په خبرو کې وایي: «موږ منو چې ږیره سنت عمل دی او ثواب لري، خو دا جبر بیا د طالبانو ږیره شوه، کې چېرې سړی له زړه یو کار ونه کړي ثواب نه دی اوس که د دوی خبره نه منو له دندې مې لېرې کوي.»

یو بل ښوونکی، چې نه غواړي نوم يې خپور شي وایي، طالبان هڅه کوي له دې لارې خپل کسان په دندو وګماري.

هغه وایي، د ږیرې ترڅنګ یې ډېری نور مسایل هم جبري کړي، چې هېڅ افغان یې منلو ته چمتو نه دی، خو وزګارۍ اړ کړي، چې د دوی هر ډول جبر ومني.

نوموړی زیاتوي: «ږیره، لونګۍ، جومات ته حاضرېدل، دا جبري دي او په نه کولو یې دنده له لاسه ورکوې. لونګۍ بیا دومره جبر نه دی لږه ګوزاره کوي پرې خو نیمه خولۍ بیا جبري ده. نور مسایل هم شته، چې موږ مجبور یو دا کار وکړو او د خپلو دندو ساتلو لپاره یې تر یوه وخت ومنو.»

هغه وایي، د طالبانو اړوند کسان په دې تګلارې سره هڅه کوي نور دندې پرېښودو ته اړ کړي او خپل کسان په دنده وګماري.

زده کونکي هم مني ، چې د دوی د ښوونکو په ظاهري بڼو کې بدلون راغلی، خو ښکاره ناهیلي برېښي.

ګل آغا په جلال اباد ښار کې د دوولسم ټولګي زده کوونکی دی وایي: «یو ښوونکی مې ملګری دی. راته یې ویلې، چې که لږ بې ځایه حرکت دې وکړ او د طالبانو خلاف دې عمل وکړ نو له دندې دې شړو، ویل یې څه وکړم هرڅه چې دوی وایي اړ یم وې منم.»

هغه وایي چې د ښوونکو ترڅنګ یې په ټولګیو کې زده کوونکو ته هم د ږیرې پرېښودو ګواښونه کړي، خو په خبره یې لا جبري شوې نه ده.

د نظر خاوندان بیا د طالبانو دا ډول کړنې د دوی په زیان بولي او وایي، اسلام په زور نه په حکمت عملي کېدای شي.

د نظر خاوند او  د حقوقو او سیاسي علومو پوه سیف الله وایي، طالبان به دا ډول کړنې د لنډ مهال لپاره د ځان په ګټه بولي، خو په خبره یې برعکس دوی د اوږومهال لپاره له لوی زیان سره مخ کوي.

هغه زیاتوي: «ږیره پرېښودل سخت کار نه دی او بد عمل دی. هر افغان خپلې خوښې ته پرېږدۍ کار او اسانتیا ورته برابره کړئ خپله په منظم ډول برابرېږي په جبر به په کلونو کې هم طالبان بریالي نشي.»

هڅه مو وکړه، چې په دې تړاو د طالبانو د پوهنې وزارت نظر هم واخلو خو بریالي نه شو.

اخوا، په ټولنیزو رسنیو کې د یاد وزارت له قوله یو خبر خپرېږي، چې په کې دغه وزارت په مرکز کابل، ولایتونو او ولسوالیو کې ټولو کار کوونکو ته وروستی خبرداری ورکړی، چې ږېرې پرېږدي او لمونځونه په جماعت وکړي پرته له هغې به له دندو ګوښه شي.

سره له دې چې په دې اړه دغه وزارت رسنیو ته څه نه دي ویلي، چې له دې وړاندې د ننګرهار د پوهنې ریاست هم ښوونځیو ته ورته خبرداری استولی دی.

په هغه لیک کې ټولو ښوونکو ته ګواښ شوی که ږېرې پرې نږدي له دندو به یې ګوښه کړي.

د مالوماتو له مخې په کونړ، نورستان او لغمان ولایتونو کې هم ښوونکي له ورته حالت سره مخ دي او دوی ته ګواښ شوی، چې د طالبانو دا حکم عملي کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې ددې ترڅنګ د طالبانو د امربالمعروف ریاست مسوولین بیا په ښار او ولسوالیو کې د سلمانیو مخې ته ولاړ وي او چاته اجازه نه ورکوي، چې ږېرې وخرېي او یا یې منظمې کړي.

عام خلک او ځوانان د طالبانو له دې کړنې وروسته ناهیلي شوي او وایي همدې کار ډېری ځوانان اړ کړي، چې په قاچاقي لارو هېواد پرېږدي.