روغتیا

زابل کې د ژمې په رارسېدو سره زرګونه کسان په سينه و بغل ناروغۍ اخته شوي

د زابل روغتيایي مسوولين وایي چې د سړې هوا له امله له دوه زره زيات کسان  په سینه و بغل ناروغۍ اخته شوي دي.

مسوولین زیاتوي، د زابل ولايتي روغتون ته هره ورځ د دغه ولایت له مرکز او ولسوالیو په سينه بغل او نورو تنفسي ناروغيو اخته ګڼ ناروغان د درملني په موخه راځي.

د دغه روغتون د مسوولينو د معلوماتو له مخې، د ژمي له پیله په دې ولایت کې درې ماشومان د سينه و بغل له امله مړه شوي او له دوه زره ۵۰۰ زيات په دغه ناروغۍ اخته دي.

د زابل ولایتي روغتون ډاکتر بشير جواد وايي، د ورځې سلګونه تنفسي ناروغان د درملنې په موخه دوی ته مراجعه کوي، چې ډېری یې د سړې هوا له امله په دې ناروغۍ اخته شوي.

نوموړی زياتوي: «هغه ناروغان چې په سينه و بغل اخته کېږي ډېری يې ماشومان، او د زاړه عمر خاوندان دي، چې د ورځې سلګونه تنه د درملنې لپاره ولايتي روغتون ته ورځي.»

دغه روغتون ته د درملنې په موخه راغلی سلطان محمد وایي چې د سړې هوا له امله هر کال زيات کسان د زابل په ليرو پرتو سیمو کې په سینه و بغل او والګي اخته کېږي.

هغه زياتوي: «د سړې هوا له امله له ۱۲ کلونو راهيسي دا ناروغي راته پېښه شوې، اوس مې ځيګر او سږې خراب شوي او ډاکتران وايې چې دا د سينه و بغل له امله دي.»

ولايتي روغتون ته راغلې ګلبشره وايي چې ماشوم يې د دې ناروغي له کبله په تبي، سخت ټوخي او ساه لنډۍ اخته شوی او اوس یې روغتون ته راوړی دی.

نوموړې زياتوي: «زما زوی چې کله د سړې هوا له امله په دې ناروغۍ اخته شوی، په سينه کې يې خرهار وي، سالنډي، سخته تبه او ټوخی ورته پيدا شوی، له تېرو پنځو ورځو راهيسي په روغتون کې بستر دی.»

خو روغتيا پالان وایي، د سينه و بغل د مخنیوي لپاره باید کورنۍ خپلو نويو زيږېدلو ماشومانو ته د سينه بغل په ګډون نورو ناروغيو واکسين ورکړي.

د زابل د ولايتي روغتون آمر ډاکتر محمد داود مجددي وايې چې تنفسي ناروغۍ په دوو برخو وېشل شوې چې له هغو څخه نمونيا او سينه و بغل مرګونې دي.

مجددي زياتوي: «سينه بغل او نمونيا ناروغۍ تر ډېره د ژمې په سړه هوا کې پيدا کېږي، او د زاړه عمر لرونکي او ماشومان ډېر پرې اخته کېږي، د کورنۍ مشران دې خپل ماشومان له زېږېدو ورسته واکسين کړي تر څو له دغو ناروغیو وژغورل شي.»

د ژمي موسم په پیلېدو سره د سړې هوا له امله په کندهار، ارزګان او هلمند کې هم ګڼ ماشومان په سينه و بغل اخته شوي چې ځينو يې ددغې ناروغۍ له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.