سوداګري

په ترانسپورتي خدماتو کې انحصار؛ سلګونه کانتینرونه په تورخم کې درول شوي

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وايي چې له لسو ورځو راهیسې، په خوراکي او نورو توکو بار کانتینرونه درول شوي او د هرې ورځې په تېرېدو سره سوداګر زیان مومي.

د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي ځینې غړي وايي چې طالبانو د تولو د لېږد بهیر او د کانتینرونو د ځای پرځای کولو لپاره خدمات په خپل انحصار کې راوستی او له سوداګرو زیاتې پیسې اخلي، له همدې امله سلګونه کانتینرونه په تورخم کې درول شوي دي.

د دغې خونې د شمېرو له مخې، د طالبانو له انحصار څخه مخکې، له تورخم څخه تر جلال آباد پورې د هر کانتینر لېږد لس زره افغانۍ لګښت درلود؛ خو اوس د طالبانو استازي د هر کانتینر پر سر ۲۵ زره افغانۍ اخلي.

د خصوصي ترانسپورت ټولنې رییس حاجي نورآغا خوګیاڼی په دې اړه وايي، هغه کسان چې زیاتې پیسې اخلي، د کمېسیون په نوم راغلي او نه پرېږدي چې سوداګر د خصوصي برخې له ترانسپورت څخه کار واخلي.

خوګیاڼي ټینګار وکړ: «له کابل او کندهاره د کمېسیون په نوم کسان راغلي او وايي چې تاسو ته نمبر چمتو کوو. موږ نمبر نه غواړو، ازاد ترانسپورت غواړو چې سیالي وشي، له دې امله چې ټولو خلکو ته ګټه ورسېږي.»

په تورخم کې د بار وړونکو موټرو د تمځای استازی شېرمل اتمانزی وايي چې طالبان باید ژرترژره دا ستونزه اواره کړي.

ښاغلي اتمانزي وویل: «موږ مخکې له موټر چلوونکي سره جوړجاړی کاوه، اوس کمېشن کاران راغلي او وايي چې له موږ څخه لارۍ ونیسئ او نه پرېږدي چې په مستقیم ډول له لارۍ ونیسو او د کمېشن کارانو کرایه له دوه برابرو زیاته ده.»

ډېری سودګریز توکي چې په تورخم کې درول شوي، خوراکي دي. دا په داسې حال کې دي چې د سړې هوا له امله، په بازارونو کې د خوراکي توکو بیه هم لوړه شوې ده.

د سوداګرو په باور، ددې وضعیت دوام به په افغانستان کې د توکو پر بیو ناوړه اغېزه وکړي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي، زلمي عظیمي ټینګار وکړ: «په تورخم کې سلګونه کانتینرونه درول شوي دي. په دغو کانتینرونو کې لومړني او نور توکي دي. له دې امله چې له دې مخکې سوداګرو په کرین سره کانتینرونه نورو موټرو ته بارول او مسوولیت یې درلود، اوس د (طالبانو) امارت راغلی چې د کرین او ترانسپورت مسوولیت پرغاړه واخلي. له دې مخکې به موږ سوداګرو په دې برخه کې لس زره افغانۍ لګولې او اوس ۲۵ زره افغانیو ته لوړې شوې، له طالبانو غواړو چې دا ستونزه حل کړي.»

له بلې خوا، د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت لپاره د طالبانو ویاند امام الدین احمدي، له هر موټر څخه د ۲۵ زره افغانیو اخیستل رد کړل او وې ویل چې په ننګرهار ولایت کې له تورخمه تر جلال آباد ښار پورې د توکو د لېږد کرایه دوولس زره افغانۍ ده.

نوموړي زیاته کړه: «موږ پاکستانيو موټرو ته اجازه نه ورکوو او دا پر بیو اغېر لري، له تورخم څخه تر جلال آباد پورې د توکو د لېږد کرایه ښایي چې دوولس زره افغانۍ شي له هغې زیاته نه. موږ چې کوم اصول او لایحه برابره کړې موټرو ته په ترتیب او نمبر اجازه ورکول کېږي. البته هغه موټر چې اجازه لیک ولري نه هر موټر.»

دا په داسې حال کې دي چې سوداګر د افغانستان د اړتیاوړ توکي د پاکستان د کراچۍ بندر له لارې تورخم او وروسته نورو ولایتونو ته لېږدوي او د ترانسپورت کرایې او نورو خدماتو زیاتېدل، په بازارونو کې د توکو پر بیو ناوړه اغېز لري.