افغانستان

کندهار کې د ځوانانو مدني فعاليتونه پيکه شوي دي

د سويلي حوزې په کچه کندهار هغه ولایت و، چې له دې مخکې به پکې د ځوانانو د همغږۍ او سمون ګڼ پروګرامونه ترسره کېدل، خو واک ته د طالبانو له رسېدو راهيسې په دغه ولایت کې د ځوانانو مدني فعاليتونه په بې ساري ډول کم شوي دي.

په کندهار کې د ځوانانو د رضاکار فدراسيون مشر شرافت الدين شرف وایي، مخکې به د ځوانانو د ټولنيزو او د مدني فعاليتونو لپاره د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په ګډون ځينو نورو مرستندويه بنسټونو له دوی سره  په مالي برخه کې مرسته کوله، ترڅو ځوانان همغږي او منظم اوسي، خو له تېرو دوو کلونو راهيسې دغه چاره په ټپه درېدلې ده.

شرف وایي اوس ځوانان د ټولنيزو او مدني فعاليتونو د کمښت له امله ناهیلې شوي دي.

هغه زیاتوي: «د ځوانانو فعاليتونه خو اوس بيخی نشته، ځکه امکانات نلرو او بله دا، چې ټول مدني فعاليتونه درېدلي، له همدې امله د ځوانانو اړيکې پیکه شوې دي او هغوی هم يو ډول ناهیلې شوي دي.»

شرف غوښتنه وکړه، چې د ځوانانو د بيا يو ځای کېدو او سمون لپاره باید مدني خوځښتونه بيا پیل شي.

په کندهار کې د ارغند په نوم مدني خوځښت غړی حکمت الله تراب هم وایي، چې په تېرو دوو کلونو کې د ځوانانو فعاليتونه د ځینو محدوديتونو له امله بند شوي دي، چې دې چارې د هغوی پر روان ناوړه اغېزه کړې ده.

تراب وایي، مخکې به موږ د ځينو مدني حرکتونو پر مټ د ټولنې د ناخوالو په اړه خپل غږ پورته کاوه او په ملي موضوعاتو کې به سوله ییز حرکتونه ترسره کول، چې هم دولت او هم خلکو ته ګټور وو، خو اوس په دې برخه کې فعاليت نه لرو.

مدني فعال حکمت الله تراب وایي چې اوسنی حکومت (د طالبانو اداره) دې د ځوانانو د فعاليټونو د پراختيا لپاره خپله تګلاره روښانه کړي.

نوموړی زیاتوي: «مدني فعاليت د هېځ دولت او ټولني په زيان نه دی، بلکي د روڼ اندۍ د پياوړتیا په معنی دی او غوښتنه مو هم دا ده، چې موږ ته د کار کولو اجازه راکړل شي.»
د يونس او روح الله خان په نومونو د کندهار ولایت ځينې نور ځوان فعالان هم د ځوانانو د اوسني وضعیت په اړه ورته نظر لري.

دوی وایي، ځوانانو ته لږ پاملرنه هغوی اړ باسي، چې د خپل راتلونکي په اړه د ناقانونه کډوالۍ په ګډون ګڼې نورې پرېکړې وکړي.

پر همدې مهال د طالبانو د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو آمر بشير احمد ياسمن وایي، چې اسلامي امارات د ځوانانو د سمون او هغوی د هڅونې لپاره ګڼ پروګرامونه لري، چې تر ارزونې وروسته به پیل شي.

هغه زیاتوي: «ټولنه ځوانانو ته اړتیا لري او باید له استعدادونو څخه يې ګټه پورته شي، موږ په دې برخه کې ګټور پروګرامونه لرو، چې ان شاءالله له تصويب او ارزونی وروسته به یې پیل کړو.»

په کندهار کې له دې مخکې لسګونه مدني ټولنو فعاليت درلود، چې واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې د ډېری دغو بنسټونو فعاليتونه درېدلي دي. په دغو ټولنو کې یو شمېر مېرمنو هم غړيتوب درلود.