سوداګري

په بدخشان کې د بانکونو د ستونزو په اړه د دې ولایت د اوسېدونکو شکایت

د فیض آباد ښار یو شمېر اوسېددونکي د دې ولایت په بانکونو کې د کار له پڅوالي او پیسو د ورکړې ماشینونو له نه کار کولو شکایت لري.

په اوسني وخت کې په بدخشان ولایت کې پنځه بانکونه فعالیت لري، د دې ولایت یو شمېر اوسېدونکي چې په دولتي او خصوصي بانکونو کې حسابونه لري، وايي چې لا هم له بانکونو د پیسو په اخیستو کې له ستونزو سره مخ دي.

یو شمېر دا کسان دولتي کارکوونکي دي او وايي چې له بانک څخه د معاش په اخیستو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

فرید په بدخشان کې یو دولتي کارکوونکی دی. هغه د معاش اخیستو لپاره بانک ته راغلی ترڅو له خپلو پیسو یوه اندازه واخلي.

فرید د آمو خبریال ته وايي: «کابو یوه اوونۍ کېږي چې راځم ترڅو له خپل حساب څخه پیسې واخلم، خو د بانک کارکوونکي وایي چې سیستم خراب ی. موږ خپل او بوختیا لرو، کله چې دلته راځو باید په ساعتونو له پایلې پرته په نوبت کې کېنو.»

نګینه د بدخشان ولایت یوه بله اوسېدونکې ده. د هغې خاوند له ایرانه پیسې ورته رالېږلې خو نه شي کولای له بانک څخه یې ترلاسه کړي.

نګینه وایي: «ډېره په تمه شوم؛ د بانک سیستم کار نه کوي. زه د خپلې کورنۍ مسوولیت پرغاړه لرم، هره ورځ چې راځم، ترڅو له خپل حساب څخه پیسې واخلم راته وايي چې سیستم خراب دی.»

منیژه چې د کوچنیو پورونو په بانک کې حساب لري په دغه بانک کې د سم سیستم د نشتوالي خبره کوي او وايي: «د سهار له اتو د ماسپښین تر دوو بجو په تمه شوم ترڅو پیسې واخلم، خو ډېر په ځنډ کار کوي، زه په کور کې کوچني ماشومان لرم چې هغوی مې پرېښي دي او په ساعتونو دلته ودرېدم ترڅو مې نوبت راورسېږي.

د کوچنیو پورونو یو بل کارکوونکی چې نه یې غوښتل نوم یې په دې راپور کې واخیستل شي وایي: «د سم انټرنیټ نشتوالی او لږ امکانات هغه ننګونې دي چې موږ نشو کولای په سمه توګه خدمات ولرو.»

له بلې خوا، د افغانستان بانک مسوولین وایي چې دا ستونزې لنډمهاله دي او د بانکولۍ بهیر به عادي حالت ته ستون شي.

پر افغانستان د طالبانو له بیا ځلې واکمنۍ وروسته په هېواد کې بانکولي له ناوړه وضعیت سره مخ شوې او دا چاره د دې لامل شوې چې د بانکونو کارونه له ستونزو سره مخ شي.