روغتیا

هرات کې د روږدو د درملنې لپاره له مسوولینو سره د خلکو همکاري

د شمېرو له مخې اوسمهال د ښځو او ماشومانو په ګډون تر ۱۰ زرو زیات پر نشه‌یي توکو اخته کسان د هرات ښار پر واټونو ژوند کوي. ویل کېږي چې په دغه ولایت کې ۷۰ زره روږدي کسان موجود دي.

تازه په هرات ولایت کې د یو شمېر بنسټونو او خلکو له خوا له روږدو کسانو سره د مرستې او ژغورنې لپاره د پیسو د راټولولو پروګرام پیل شوی دی. هغه موضوع چې پر نشه‌یي توکو د اخته کسانو د خوښۍ لامل شوې ده.

یو په نشه اخته کس رحیم شاه په دې اړه وایي: «خوښ یم چې زموږ درملنه کوي او موږ ژغوري. زه د اقتصادي ستونزو له امله او د ملګرو له خوا په نشه‌یي توکو اخته شوم. ۲۴ کاله کېږي چې روږدی یم او یو ځل مې نشه‌یي توکي پرېښودل.»

ذبیح‌الله په هرات ښار کې یو بل روږدی دی، هغه وایي: «لس کاله کېږي چې پر نشه‌یي توکو اخته یم، لومړی اووه کاله مې چرس او تریاک څکول او درې کاله هم کېږي چې شیشه کاروم. څلور پنځه ځله مې نشه پرېښوده، خو بېرته روږدی شوم. هیله‌من یم چې دا ځل مې په دې پروګرام کې ژوند وژغورل شي.»

په همدې حال کې؛ د هرات اوسېدونکي د دغه بهیر له پيلېدو هرکلی کوي او هیله‌من دي چې دغه پروګرام په بریالیتوب ترسره شي. هغوی په دې بهیر کې د روڼتیا غوښتنه کوي.

د هرات ښار اوسېدونکی او د یوې سیمې استازی حاجي ناظر حسین نظري د دې په بیانولو چې ټول خلک له دې چارې هرکلی کوي خو په دې شرط چې روڼتیا وي، وویل: «که روڼتیا نه وي، ناکامېږي. پیسې او بودیجه باید له نشه‌یي توکو سره د مبارزې او موسسو له خوا تامین شي، ځکه خلک پیسې نه لري او اقتصادي وضعیت خراب دی.»

هغه دوام ورکړ، چې که د روغتیا ریاست درمل ورکړي او له نشه‌یي توکو سره د مبارزې ریاست هم مرسته وکړي او د نشه‌یي توکو د پلورلو ځایونه په ډاګه کړي دغه پروګرام به بریالی شی.

دا په داسې حال کې ده چې هرات کې د طالبانو د عامې روغتیا د مسوولینو په وینا د سختې سړې هوا له امله هر ورځ د هرات ښار پر واټونو دوه یا درې روږدي مړه کېږي او په تېرو دوو میاشتو کې په هرات ولایت کې نږدې ۴۰ پر نشه‌یي توکو اخته کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د هرات د سرې میاشتې ټولنې مسوولین وایي: «په تېرو درېیو ورځو کې ۲۵۰ دروېزګر او یو شمېر رواني ناروغان او د سړکونو ماشومان هم له ښاره ټول او امنو ځایونو ته لېږدول شوي دي.»

د نوي پروګرام له مخې د روږدو د درملنې لپاره لګښت د هغو ټکټونو له خوا چې د خیریه بنسټونو له خوا پر خلکو پلورل کېږي او همداراز د دولتي کارکوونکو له معاشونو له نیم تر یوې سلنې او د سوداګرو په مرسته برابرېږي.

د هرات د ښاروالۍ د حکومتولۍ رییس احمد جاوید مایار وايي: «په تېرو درېیو ورځو کې له هرات ښار څخه ۳۵۰۰ پر نشه‌یي توکو روږدي کسان راټول شوي او درملنه یې پیل شوې ده.»

د ده په وینا: «په وروستیو دوو ورځو کې د هوا د سړوالي له امله دوه روږدي مړه شوي دي.»

د روږدو د درملنې او راټولولو پروګرام د هرات ولایت د ادارې او د ګذر وکیلانو په همکارۍ او همغږۍ پیل شوی دی.