روغتیا

د بغلان په ماشومانو کې سینه بغل ناروغۍ زیاتوالی او بسترو ناروغانو لپاره د امکاناتو کمښت

د بغلان ولایت اوسېدونکي ددې ولایت په ماشومانو کې د سینه بغل او ټوخي ناروغۍ د زیاتوالي خبر ورکوي او د نوموړي ولایت په ولایتي روغتون کې د بسترونو د کمښت په اړه شکایت لري.

مروه هغه مور ده چې خپل ناروغ ماشوم یې له دوشي ولسوالۍ د بغلان ولایتي روغتون ته راوړی دی.

هغه وايي: «ډاکترانو راته وویل چې ماشوم دې په سینه بغل ناروغۍ اخته شوی او باید بستر شي، خو درې ورځې کېږي چې هېڅ بستر نه خالي کېږي، له مجبورۍ مې هغه د روغتون د یوې خونې په کونج کې کېښود ترڅو یې ډاکتران وګوري.»

د بغلان ولایتي روغتون د ماشومانو په برخه کې د ۳۵ بسترونو په لرلو سره ددې ولایت یوازینی روغتون دی چې ډېری خلک د بې وزلۍ له امله خپل ماشومان د درملنې لپاره وروړي.»

د یو کلن آرش مور مرسل یوه بله مېرمن ده چې له تاله وبرفک ولسوالۍ څخه دغه روغتون ته راغلې.

هغه هم وايي: «کله چې ډاکترانو راته وویل چې زوی دې باید بستر شي هغه مې ولایتي روغتون ته راوړ، خو بستر تش نه و ډاکتران مجبور شول په هر بستر کې دوه ماشومان بستر کړي ما هم دا کار وکړ.»

په دې ورځو کې د بغلان د ولایتي روغتون دهلیزونه له ناروغانو او ناروغ لرونکو ډک دي او ټول د بسترونو د خالي کېدو په تمه دي او په ډېری بسترونو کې آن څلور ماشومان بستر شوي دي.

د ناروغ لرونکو یوازینۍ ستونزه د بستر نشتوالی نه دی، ډېری کسان چې ددې ولایت له لیرې پرتو ولسوالیو دغه روغتون ته راځي، د اوسېدو لپاره ځای نه لري او ډېری شپې کې له خپلو ناروغو ماشومانو سره د دې روغتون په دهلیزونو کې تېروي.

د بغلان د ولایتي روغتون د ماشومانو متخصص ډاکتر نجم الدین پژواک وایي چې د ورځې څه د پاسه شل په سینه بغل او والګي اخته ناروغان دغه روغتون ته وروړل کېږي چې د تېر کال د ژمي په پرتله اتیا سلنه زیاتوالی ښيي.

هغه په دې اړه وايي: «له دې امله چې خلک بې وزله دي او د ګرمو جامو او سونتوکو د پېرلو وس نه لري او نه شي کولای کافي او قومي خواړه خپلو ماشومانو ته ورکړي په بېلابېلو ناروغیو اخته کېږي.»

له بلې خوا، د بغلان په ولایتي روغتون کې د ماشومانو یو بل متخصص ډاکتر خان علي اشرفي وایي: «که په ماشومانو کې دا ناروغي زیاته شي په داسې شرایطو کې چې خلک د خصوصي روغتونونو د لګښت د ورکړې وس نه لري دلته هم کافي بسترونه نشته ډېری ماشومان ژوند له لاسه ورکوي.»

دا په داسې حال کې دي چې ددغه ولایت په ولسوالیو کې ډېری خلک د لارې د لیرې والي او د موټر کرایې د نه لرلو له امله ددې ولایت مرکز ته د خپلو ناروغانو د لېږدولو وس نه لري او په ولسوالیو کې یې پر کلینیکونو بسنه کړې ده.

هر کال د ژمي په موسم کې په ماشومانو کې د سینه بغل او ټوخي ناروغي زیاتېږي او دې مسلې د نورو ننګونو ترڅنګ خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.