ښځې

فرحت پوپلزۍ د طالبانو له بنده خوشې شوه

سرچینې د آمو له خبریال سره په خبرو کې تاییدوي چې د ښځو حقونو یوه فعاله فرحت پوپلزۍ چې کابو دوې میاشتې مخکې د طالبانو له خوا د عدالت غوښتونکو مبارزو له امله نیول شوې وه، دوې اونۍ مخکې د طالبانو له بنده خوشې شوې ده.

یوه سرچینه چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي وايي چې فرحت په ضمانت له بنده خوشې شوې ده.

سرچینه همداراز وايي چې طالبانو فرحت ته خبرداری ورکړی چې د خلاصون او د زندان د بهیر د جزییاتو په اړه رسنیو ته څه ونه وايي.

دغه سرچینه ټینګار کوي چې له همدې امله مېرمن فرحت د خپل خلاصون موضوع پټه ساتلې ده.

د فرحت یو خپلوان هم د نوموړې خوشي کېدل تاییدوي.

دا سرچینه زیاتوي چې فرحت پوپلزۍ د طالبانو په بند کې ناوړه وضعیت تېر کړی او رواني حالت یې ښه نه دی.

ددې سرچینې په وینا، طالبانو د پلټنو له وخته، مېرمن فرحت له سخت فشار سره مخ کړې وه او ژمنه یې ترې اخیستې، هغه څه یې چې په زندان کې لیدلي چا ته یې ونه وایي.

له بلې خوا، ظریفې یعقوبي ته یو نږدې کس هم وايي، د هغې څلور نارینه همکاران چې له مېرمن یعقوبي سره یو ځای نیول شوي وو، خوشي شوي دي.

سرچینه زیاتوي چې طالبانو د مېرمن ظریفې یعقوبي له خوشي کولو وروسته، د نوموړې څلور نارینه همکاران هم آزاد کړل. طالبانو په افغانستان کې د یو نیم کلنې واکمنۍ پرمهال، یو شمېر مبارزې مېرمنې چې د ښځو د حقونو د ترلاسه کولو لپاره یې فعالیت کاوه، نیولې چې ځینې یې لا هم د طالبانو په بند کې دي.