ورزش

ننګرهار کې د سوک وهنې له پيل شویو سیالیو ۲۶ تنو ملي لوبډلې ته لاره ومونده

ننګرهار کې د هېواد د ۲۵ ولایتونو ترمنځ د سوک وهنې د ملي لوبډلې لپاره د غوراوي سیالیو کې کابل لومړی، مزار شریف دوهم او ننګرهار درېیم مقام خپل کړ.

دا سیالۍ، چې تېره دوشنبه پيل شوې وې په کې د هېواد له ۲۵ ولایتونو ۱۸۸ لوبغاړو ګډون درلود.

د ننګرهار په بدني روزنې او المپيک ریاست کې د طالبانو رییس عبدالسلام وزیروال وایي، په دې سیالیو کې ۲۶ غوره لوبغاړو ملي لوبډلې ته لار ومونده.

نوموړی وایي، پلان کې لري چې لوبغاړو ته د بهرنیو سفرونو زمینه برابره کړي څو په نړیوالو لوبغالیو کې د افغانستان په نوم وځلېږي.

وزیروال زیاتوي: «د کابل لوبډلې لومړى مقام خپل کړ، چې ١٥ تنو لوبغاړو يې ملي لوبډلې ته لار ومونده همدا راز بلخ دويم، ننګرهار درېيم، د کندهار او فارياب ولايتونو لوبډلو په ګډه څلورم مقام خپل کړ.»

دغه راز له ننګرهار ولایت څخه بیا د سوک وهنې درېیو لوبغاړو حماس کوچي، هدایت الله او عامر عظیمي ملي لوبډلې ته لار ومونده.

حماس کوچی وایي: «زه زیات خوښ یم، چې خپل مزاري سیال ته مې ماته ورکړه هیله لرم، چې په نړیواله کچه دا ډول سیالیو زمینه راته برابره شي، ترڅو موږ هلته خپله وړتیا وښيو.»

د سوک وهنې پای لوبې لیدلو ته زیات شمېر کسان ته لوبغالي ته ورغلي وو. له دوی څخه وقار احمد آرمان وایي، دا ډول سیالۍ ځوانان یووالی ته هڅوي او له نشه یي توکو یې ژغوري.

آرمان زیاتوي: «دا سیالۍ د تعصب لمن ورکوي، خوښي خپروي، نشه یي توکو نه ځوانان ژغوري. اړوندې ادارې دې د سوک وهنې ترڅنګ په نورو برخو کې هم ملي سیالۍ ترسره کړي، چې هم یې مینه وال او هم لوبغاړي ګیله من نشي.»

په دغو سیالیو کې د کابل ننګرهار، او بلخ په ګډون د پنجشېر، پروان، بغلان، سمنګان، فارياب، تخار، کندز، لغمان، کونړ، نورستان، غزني، کندهار، هلمند، هرات، نيمروز، غور، لوګر، پکتیا، خوست، پکتيکا، باميان او ميدان وردګو ولایتونو لوبغاړو ګډون کړی و.