افغانستان

د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت سرپرست د سفر له مخنیوي سره سره ترکیې ته ولاړ

Taliban minister of energy and water (left).

د اوبو او برېښنا وزارت د سرپرست ملاعبداللطیف منصور په مشرۍ د طالبانو لوړپوړي پلاوي ترکیې ته سفر کړی دی. دا په تېرو لسو ورځو کې د طالبانو د کابینې د یوه غړي دوهم سفر دی چې ترسره کېږي.

د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت د سرپرست دا سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې تراوسه د ملګروملتونو سازمان امنیت شورا د هغه د سفر د محدودیت معافیت نه دی تمدید کړی.

د اوبو او برېښنا وزارت د اطلاعاتو او نشراتو رییس، د ملاعبداللطیف منصور د سفر موخه افغانستان ته د تاجکستان د وارداتي برېښنا د تړون غځول بللي دي.

تمه کېږي چې د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت سرپرست له یو شمېر ترکي چارواکو سره کتنه او خبرې اترې وکړي.

د اوبو او برېښنا وزارت د اطلاعاتو او نشراتو رییس غلام جیلاني حقپرست وویل: «د برېښنا شرکت د اجرایي رییس په ګډون د اوبو او برېښنا وزارت د سرپرست عبداللطیف منصور په مشرۍ یوه پلاوي ترکیې ته سفر وکړ. په دې سفر کې به دغه پلاوی د تاجکستان د برېښنا له مسوولینو سره افغانستان ته د دغه هېواد د وارداتي برېښنا تړون د غځولو په موخه خبرې اترې وکړي. همداراز ددې وزارت سرپرست به په هغو ناستو کې ګډون وکړي چې د افغانستان د برېښنا د تولید او انکشاف په اړه ترسره کېږي.»

دا په داسې حال کې دي چې تېره اونۍ د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت سرپرست ازبکستان ته سفر کړی و.

د اقتصادي چارو شنونکی سید مسعود په دې اړه وویل: «په افغانستان کې تر ډېره ټول حرکتونه ډراماتیک دي او په ډېری موردونو کې آن په نه باور وړ توګه پرمخ ځي. وګورئ له محدودیت سره سره سفر ترسره کېږي، د وزارت په کچه د یوه لوړپوړي چارواکي سفر ترسره کېږي او ترکیې ته ځي او په واقعیت کې نړۍ هم په بشپړه توګه چوپتیا غوره کړې. دا د سیاسي کېدو او طالبانو په وړاندې د لوېدیځ دوه ګونی چلند دی.»

هغه زیاته کړه: «له یوې خوا لوېدیځ طالبان په رسمیت نه پېژني او وایي چې موږ دوی په رسمیت نه پېژنو له دې امله چې د دوحې هوکړه یې په تېره بیا په درېیمه اوڅلورمه ماده کې نه ده عملي کړې؛ خو له بله پلوه ددې ډلې په وړاندې د لګول شویو محدودیتونو په وړاندې چوپتیا غوره کوي.»

د نړیوالو اړیکو شنونکی ولي فروزان وایي چې د طالب چارواکو د سفر د ممنوعیت په اړه د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا د غړو ترمنځ اختلافونه د دې لامل شویي چې هېوادونه د دغې شورا پرېکړې ته درناوی ونه‌کړي.

هغه دوام ورکړ: «د طالبانو د سفرونو محدودیت د لیري کولو په تړاو د ملګرومتلونو سازمان د امنیت شورا د دایمي غړو ترمنځ د نظرونو اختلاف و، له همدې امله ونه‌غځول شو. ښایي هېوادونه له همدې اختلاف څخه ګټه پورته کړي او طالبان خپلو هېوادونو ته وغواړي.»

ملا عبداللطیف منصور له ازبکستانه په بېرته راستنېدو کې رسنیو ته وویل چې د طالبانو د سرپرستې کابینې چارواکي د بشري مسایلو د څارلو په موخه په بهرنیو سفرونو کې محدودیت نه لري.

هغه زیاته کړه: «د اسلامي امارت (د طالبانو ادارې) سرپرست وزیرانو چې سفر کړی او سفر د بشري پروژو په موخه وي، نړیوالې ټولنې یې په برخه کې کوم کار نه دی کړی او کوم ځانګړی بندیز نشته. که محدودیت وای، پر اوسني سفر باید وای، داسې کومه ستونزه نشته انشاءالله.»

د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا په ۲۰۱۹ زېږدیز کال کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په خبرواترو کې د ګډون په موخه د ۱۳ طالبانو د سفر ممنوعیت د لنډمهال لپاره لیرې کړې؛ خو دا موکه په تېرو میاشتو کې پایته ورسېده او د دغه سازمان د امنیت شوار دغه معافیت ونه‌غځاوه.

ملا عبدالغني برادر، ملا عبدالسلام حنفي، مولوي عبدالکبیر، امیرخان متقي، شیر محمد عباس ستانکزی، شهاب‌الدین دلاور، عبدالحق وثیق، خیرالله خیرخواه، فاضل مظلوم، دین محمد حنیف، نورمحمد ثاقب، نورالله نوري او د انرژۍ سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور د طالبانو لوړپوړي غړي دي، چې د سفر معافیت یې نه دی غځول شوی.