افغانستان

بدخشان کې د طالبانو له محدودیتونو وروسته د سلمانیو مخ په ځوړ بازار

سلماني په هېواد کې یو ډېر پېردونکي لرونکی کسب و، چې افغانستان کې د طالبانو له بېرته واکمنېدو وروسته پر سلمانیو د طالبانو د امربالمعروف وزارت سخت محدودیتونه د هغوی د کاروبار د خرابوالي لامل شول.

د زیاتو مالیو ترڅنګ د ږیرې د خرېیلو او په بېلابېلو ډولونو د وېښتانو د جوړولو ممنوعیت او د نارینه‌وو د سینګارتونونو د ډیکور بدلول د طالبانو له هغو محدودیتونو دي چې د بدخشان په مرکز فیض‌اباد ښار کې یې د سلمانیو د کار پروړاندې خنډونه رامنځته کړي دي.

محمد کریم د بدخشان په مرکز کې یو له سلمانانو دی. هغه دا کسب له خپل پلاره زده‌ کړی او کلونه کيږي چې د سلمانۍ پر کار بوخت دی او افغانستان کې یې د واک بېلابېلې دورې تجربه کړې دي.

کریم د آمو ټلویزیون خبریال ته وایي: «سربېره پر دې چې طالبانو زموږ پر کار محدودیت لګولی دی، د خلکو اقتصاد هم خراب دی او خلک عاید نه لري.»

هغه په دوام کې وویل: «که څه هم مخکې حکومت د خلکو پر کړنو څارنه لرله؛ خو د خلکو له ږیرې او وېښتانو سره یې کار نه درلود؛ اوس نو د طالبانو د امربالمعروف ریاست کارکوونکي هره ورځ پر موږ څارنه لري.»

فرید د فیض‌اباد په شهرنو کې یو بل سلمان دی. هغه له شته وضعیته د اندېښنې په څرګندولو وایي: «له یوه لوري د خلکو اقتصاد کمزوری دی، له بلې خوا زموږ پر کار محدودیتونه زیات شوي دي او ښاروالي هم مالیه زیاته اخلي‎.»

سلمانان له طالبانو غواړي چې لګول شوي محدودیتونه لیرې کړي او اجازه ورکړي چې خلک ازادي ولري. یوازې د فیض‌اباد سلمانان له دا ډول ننګونو سره نه دي مخ؛ بلکې طالبانو په ټول هېواد کې دا محدودیتونه لګولي دي.

عبادالله د فیض‌اباد ښار اوسېدونکی دی. هغه وایي: «د اسلامي امارت (د طالبانو د ادارې) تر بیرغ لاندې ژوند کوو، باید د هغوی د قانون او قواعدو پربنسټ عمل وکړو؛ که نه سزا راکول کېږي.»

په همدې حال کې د بدخشان د طالبانو د امربالمعروف ادارې امر د لګول شویو محدودیتونو په تایید وایي: «موږ په یوه اسلامي هېواد کې ژوند کوو او د یوه مسلمان لپاره جایزه نه ده چې ځان د یهودي څېر جوړ کړي. زموږ پیغمبر محمد (صلی‌الله‌علیه‌وسلم) وایي: که څوک ځان د یوه قوم په څېر جوړوي، په اخرت کې هم له هماغه قوم سره یو ځای حشر کیږي، کله چې د اسلامیت ادعا کوو، نو باید په واقعیت سره مسلمان ووسو.»

د طالبانو له بیا واکمنۍ مخکې فیض‌اباد ښار کې نږدې ۱۵۰ سلمانیو فعالیت کاوه چې سلګونه تنه پکې پر کار بوخت وو او له دې لارې یې د خپل ژوند لګښتونه برابرول.

خو د دغې ډلې له بیا واکمنۍ او د سلمانیو پر کار له لګول شویو محدودیتونو وروسته یو شمېر سلمانۍ تړل شوې دي او سلمانان یا وزګار شوي یا یې ځانته بله دنده ټاکلې ده او یا هم له هېواده وتلي دي.