سوداګري

د مرستو له «ناعادلانه» وېش څخه د بغلان د کروندګرو شکایت

اسدالله لس کاله کېږي چې د بزګرۍ کار کوي او د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرې د نه ورکړې په اړه د ګیلې په توګه وايي: «دوه کاله مخکې موږ کروندګرو له موسسو او حکومت څخه اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ترلاسه کولې چې زموږ د حاصلاتو په زیاتوالي کې یې اغېزه لرله، خو د طالبانو په واکمنېدو سره دا مرستې بندې شوې چې لامل یې حیف او میل او خپلو کسانو او خپلوانو ته د دغو مرستو ورکول دي.»

د بغلان کروندګر وايي چې د کیمیاوي سرې د بیې د لوړوالي له امله د دوي سږني حاصلات له اوو تر ۵ سلنې کم شوي دي.

یوازې اسدالله نه دی چې له دغې بې عدالتۍ شکایت لري. د مرکزي بغلان ولسوالۍ یو شمېر کروندګرو د آمو ټلویزیون له خبریال سره په مرکه کې وویل چې په دې ولایت کې طالب چارواکو دوی ته د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرې د وېشلو مخنیوی وکړ.

رحیم الله چې د طالبانو په خپل منځ کې د دغو مرستو د وېش شاهد دی وايي: «ما په خپله ولیدل چې ولسوال له خپلو یو شمېر کسانو سره کیمیاوي سره او اصلاح شوي تخمونه په موټر کې بار او له ځان سره یې یووړل.»

د مرکزي بغلان ولسوالۍ یو بل کروندګر عجب ګل وایي: «اکتید دفتر څو ورځې مخکې پر کروندګرو کرنیزې بستې ووېشلې، خو هغه کسان چې دا مرستې یې ترلاسه کړې ټول د طالبانو خپلوان او یا د دوی کسان وو چې نیم جریب کرنیزه ځمکه یې هم نه لرله.»

احمد شاه چې یو کال مخکې یې ګلخانه جوړه کړې او تراوسه نیمه کاره پاتې ده په دې اړه وايي: «د یوې مرستندویه موسسې په همکارۍ مې دا کار پيل کړ خو دغې موسسې له هغې وروسته چې طالبانو له موسسو وغوښتل چې د دوی په همغږۍ او اجازې سروې او مرسته وکړي دا کار ودرول شو، نه پوهېږم ولې؟»

بغلان د هېواد یو کرنیز ولایت دی. وریجې، غنم، ترکاري او مېوې ددې ولایت کرنیز تولیدات ګڼل کېږي او بغلانۍ وریجې له خورا شهرته برخمنې دي چې په دې وروستیو کې په بازار کمې ترسترګو کېږي.»

کروندګر په بازار کې د کیمیاوي سرې لوړه بیه د وریجو او نورو کرنیزو توکو د حاصلاتو د کموالي یو لامل ګڼي.

دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو کلونو کې هېواد د وچکالۍ او ویجاړوونکو سېلابونو شاهد و، او ډېری کروندګر او بڼوال زیانمن شوي دي.