ورزش

ننګرهار کې د سوک وهنې ملي لوبډلې ته د غوراوي سیالۍ پيل شوې

د ننګرهار ولایت په کوربتوب د هېواد د ۲۵  ولایتونو د ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ پيل شوې دي.

د ننګرهار ولايت د طالبانو د المپيک ریاست د مطبوعاتو مسوول علي قادري وایي، په دې سیالیو کې ۲۵ ولایتونه برخه لري او ۸ ورځې به دوام ولري.

قادري وایي، د سوک وهنې په دغو سیالیو کې له پنجشېر، پروان، بغلان، سمنګان، فارياب، تخار، کندز، کابل، لغمان، کونړ، نورستان، غزني، کندهار، هلمند، هرات، نيمروز، غور، لوګر، پکتیا، خوست، پکتيکا، باميان، وردګ، بلخ او ننګرهار ولایتونو څخه  ١٨٨ ورزشکاران ګډون لري.

نوموړی څرګندوي، چې د دې سیالیو موخه د سوک وهنې ملي لوبډلې ته د غوره لوبغاړو ټاکنه ده.

قادري زیاتوي: «سیالۍ نن د یکشنبې پر ورځ پيل شوې او ۸ ورځې به دوام وکړي. موخه یې د ملي لوبډلې لپاره د غوره لوبغاړو ټاکل ده، هڅه کوو پياوړي لوبغاړي وټاکو.»

د دغو سياليو په لړ کې نن يکشنبه د ٣٦ جوړو سوکوهونکو ترمنځ سيالي ترسره شوې ده.

لوبېدونکي لوبغاړي هم خوښ دي، چې له مودو انتظار وروسته ورته ملي لوبډلې ته د لار موندنې سیالۍ په لاره اچول شوې دي.

احمدسیار چې د ننګرهار ولایت په لوبډله کې لوبېږي وایي: «خوشحاله یم چې دا سیالۍ پیل شوې، هیله ده وړ ځوانان ملي لوبډلې ته لار ومومي او واسطې ونه منل شي.»

مسیح‌الله حمیدي له کابل ولایت څخه په دې سیالیو کې د ۵۱ کیلوګرامه وزن په لرلو لوبېږي. نوموړی وایي، له تېرو درېیو میاشتو دې سیالیو ته په تمه و، خو غوښتنه کوي، چې المپيک ریاست دې په کور دننه او د باندې سوکوهونکو ته د سیالیو زمینه برابره کړي.

حمیدي وایي: «له کابل څخه مې ګډون کړی، هیله لرم چې دې سیالیو کې بریالی شم او بهرنیو میدانونو کې د افغانستان نوم روښانه کړم.»

د المپيک ریاست د معلوماتو له مخې ټاکل شوې، د دغو سياليو په پای کې به په بېلابېلو کټګوريو او وزنونو کې ٢٦ تنه ورزشکاران د ملي لوبډلې لپاره وټاکل شي.

سوک وهنه د هېواد په کچه یو له هغو لوبو ده، چې ډېر مینه‌وال او پلویان لري، خو پلویان یې ګیله‌من دي، چې لا هم دوی ته څنګه چې لازمه ده د بهرنیو سیالیو زمینه نه ده برابره شوې.