ښځې

طالبانو د کندهار عینو مېنه کې د مېرمنو ځانګړی مارکېټ تړلی دی

طالبانو پوهنتونو ته د نجونو پر تګ له بنديز سره سم د کندهار عينو مېنه کې د مېرمنو ځانګړی سوداګريز مارکېټ هم تړلی دی. دغه مارکېټ ۳۰ بېلابيلي هټۍ لري، چې ټولې د مېرمنو له لوري اداره کېدې.

مېرمنو په دغه سوداګريز مارکېټ کې د لاس توکو، خياطۍ، ګاڼو او سینګارتون ترڅنګ د رستورانت او عصري زده کړو لپاره هم آسانتیاوې برابرې کړې وې.

ددغه مرکز يوه هټۍ واله فاطمه وایي، چې طالبانو درې اوونۍ مخکې د مارکېټ منشي ته خبر ورکړی و، چې نور باید دلته مېرمنې کاروبار ونه کړي.

فاطمه وایي، د طالبانو له همدې خبرداري وروسته ټولو هغو مېرمنو، چې په دغه مارکېټ کې يې کاروبار کاوه خپلې هټۍ تړلې او توکي يې خپلو کورونو ته ترې وړي دي.

نوموړې زیاتوي: «دلته خو ټولې ښځي وې، هېڅ نارينه نه و، زموږ هټۍ يې وتړلې او موږ بېکارې شوو، نه پوهېږو چې اوس به مو د کورنیو اړتیاوې څوک برابروي.»

په دغه مارکېټ کې د هيۍوالو مېرمنو ترڅنګ لسګونه بېوزله مېرمنو د يو لړ مسلکونو لکه خياطۍ، خامک او کوچنيو کاروبارونو (اچارو، مربا جوړولو) زده کړي هم کولې، چې هغوی هم وزګارې شوې دي.

کوچۍ په دغه مارکېټ کې له يوې خياطې مېرمني د خپل ژوند د سمون په موخه زده کړه کوله اوس وزګاره شوې ده.

کوچۍ وايي، خاوند یې نشه يې توکي کاروي او د کور ټولې اړتیاوي نوموړې پوره کوي.

هغه زیاتوي: «ما غوښتل، د خياطۍ له زده کړې وروسته په خپل کور کې د کلي د مېرمنو د جامو ګنډلو مرکز جوړ کړم، چې ناڅاپه زموږ مارکېټ وتړل شو او زما پلان خراب شو.»

د کوچۍ په څېر ګڼې نورې مېرمنې هم ددغه سوداګريز مارکېټ په تړل کېدو سره وزګارې شوې دي.

په دغه مارکېټ کې مېرمنو په کورونو کې جوړ کړي لاسي توکې هم پلورل.

د راضیې په نوم د کندهار د پنځمي ناحيې يوه اوسېدونکې، چې خامک غاړې به یې له جوړولو وروسته د کندهار د عینو مېنې په ښځينه مارکېټ کې پلورلې وایي، چې دغه مارکېټ ځکه ورته مناسبت و، چې هېڅ نارينه پکې نه و.

نوموړې زیاتوي: «دلته لا ښه و موږ به خپلې خامک غاړې او نور په لاس جوړ شوي توکي خرڅول، چې اوس دغه مارکېټ تړل شوی او له ګڼو ستونزو سره یې مخ کړې یوو.»

په کندهار کې د طالب چارواکي په دې اړه له خبرو کولو ډډه کوي، خو يوه سرچينه وايي، چې دغه ښځينه مارکېټ د کندهار د امر بالمعروف او استخباراتو په امر تړل شوی دی.

د کندهاريو مېرمنو د لاسي توکو د پلور دغه مرکز په ۲۰۱۹ کال کې د نړيوالې تولنې د مېرمنو د اقتصادي پياوړتیا پروګرام په مرسته جوړ شوی و.