ښځې

هغه مېرمن چې د طالبانو محدودیتونو له ګڼو ستونزو سره مخ کړې

د سهار په نهو بجو په داسې حال کې چې د پلخمري هوا سړه او باراني وه، هغې مېرمنې ته ورځم چې د طالبانو وروستۍ پرېکړې وزګاره کړې ده.

د هغې تر کوره له څو کوڅو تېرېږو، له پوښتنو وروسته یې کور پیدا کوو، د کور دروازې ته یې رسېږو، د نوموړې نه لیدلې څېره په ذهن کې انځورم، له څو شېبو وروسته، ځوانه او خواشینې مېرمن دروازه راته خلاصوي.

پوښتنه ترې کوم، د مېرمن شریفې کور همدا دی؟ د تایید په بڼه سر ښوروي او پوښتي تاسو د آمو ټلویزیون خبریال یئ؟ وایم: هو! کور ته مې وربولي.

کوچنی کور چې دېوالونه یې سپين خو رنګ یې تللی، کوټې یې سړې او تیاره دي. د چای وړاندیز کوي وایم: نه مننه! ورته وایم! کیسه وکړه؟ په خواشینۍ سره یې کیسه پيل کړه، د هغه درد کیسه چې په هېواد کې د شل کلنې جګړې په پایله کې یې زغملی دی.

هغه چې هم د کور او هم له کوره بهر کار کوي وايي: «دیارلس کاله کېږي چې واده شوې یم، له واده مې دوه مياشتې لا نه وې تېرې شوې چې خاوند مې د دندې پرمهال له طالبانو سره په جګړه کې زیانمن او فلج شو. له وخته نه یوازې د کورنۍ د اړتیاوو برابروونکې یم؛ بلکې د خاوند د درملنې چارې هم پرغاړه لرم.»

هغه په دې موده کې د پلخمري ښار د خیاطۍ په کارخونه کې په کار کولو سره خپلې اړتیاوې برابرولې.

خو د طالبانو وروستۍ پرېکړې چې ښځې یې له کوره بهر کار کولو څخه منع کړې، دندې یې ترې اخیستې او وزګاره شوې ده.

هغه وایي: «اندېښمنه یم چې څه ډول خپل ناروغ خاوند ته درمل او خواړه برابر کړم، کار او پیسې نه لرم، وېره لرم چې دا ناوړه وضعیت زما ناروغ خاوند رانه وانخلي.»

شریفه او نیاز محمد یوه دوولس کلنه لور لري چې د دوی د ژوند یوازینی یادګار دی.

د شریفې خاوند نیازمحمد خپله کوچني ستونزه هم نه شي حل کولای؛ خو طالبان له شریفې غواړي چې له محرم پرته د خیاطۍ کارخونې ته ولاړه نه شي، نوموړې وايي: «هېڅ لاره نه لرم، نه پوهېږم چې څه وکړم.»

د شریفې خاوند نیاز محمد چې ۱۳ کاله مخکې په «۰۲ قطعه» کې افسر و، په کندهار کې د دندې پرمهال د سړک غاړې د مین په چاودنه کې ټپي شو.

د نیازمحمد ټول همکاران په دې چاودنه کې ووژل شول او یوازې هغه ژوندی پاتې شو؛ په دې چاودنه کې د نیازمحمد لاسونه او پښې زیانمن شوي او حرکت نه کوي.

هغه چې دیارلس کاله په بستر پروت دی، وضعیت ته یې د طالبانو د بې پامۍ له امله شکایت کوي او وايي: «که څه هم د تېر حکومت پرمهال مې د معلولیت معاش په ځنډ اجرا کېده؛ خو د طالبانو په راتلو سره هغه هم بند شو.»

نوموړی له خپلې مېرمنې مننه کوي وايي چې شریفې یې د درملنې لپاره ډېرې هڅې کړې دي.

نیازمحمد زیاتوي: «تراوسه مې تل درمل خوړل، که یوه شپه درمل ونه خورم، وضعیت مې خرابېږي؛ خو نور نو درمل هم نشته او مرګ راته غوره دی چې هغه هم زما په لاس کې نه دی.»

ددې کورنۍ یوازې هیله خپلې لور ته وه چې هغه هم ښوونځي ته له تلو بې برخې شوې ده.

دا د لسګونو کورنیو یوه کوچنۍ بېلګه ده چې په هېواد کې له دا ډول وضعیت سره مخ دي او که له بشري حقونو نړیوال دفاع کوونکي بنسټونه، طالبان پر ښځو د محدودیتونو لیرې کولو ته اړ نه کړي، خلک به له لوږې مړه شي.

د طالبانو فرمان مې ژوند برباد کړ

کابو یوه اونۍ کېږي چې عاقله په کور کې ناسته ده، هغه هم د خپلې اووه کسیزې کورنۍ د اړتیاوو یوازینۍ برابرونکې ده خو اوس وزګاره شوې.

دېرش کلنه تمنا چې د بلخ پوهنتون له اقتصاد پوهنځي فارغه شوې، په تېرو درېیو کلونو کې یې د امریکا له پراختیايي بنسټ (یو اس ای ډي) سره کار کاوه.

اوس د طالبانو په نوي فرمان سره هغه هم د زرګونه نورو افغان مېرمنو په شان په کورنیو او بهرنیو بنسټونو کې له کاره بې برخې شوې ده.

عاقله وايي که وضعیت همداسې دوام وکړي، دروېزې ته اړ کېږي.

هغې زیاته کړه: «ټول زحمتونه مې د طالبانو په یوه فرمان سره بې پایلې شول، د کورنۍ اړتیاوې مې له همدې لارې پوره کولې، معاش مې د ورځنیو لګښتونو لپاره بسنه کوله، په کور کې بل څوک نشته چې کار وکړي، خویندې مې لا له ښوونځي نه دي فارغې شوې. که کار ونه شم کړای مجبوره یم کراچۍ واخلم او پر واټونو توکي وپلورم یا هم له خلکو خیرات وغواړم.»

کله مې چې د طالبانو تازه فرمان واورېده ټکان مې وخوړ

د فرزانې خاوند وزګار دی، په تېرو پنځو میاشتو کې یې په یوه کورنۍ موسسه کې د خیاطۍ زده کړه ورکوله، هغه وايي چې د میاشتې یې دوه سوه ډالر معاش درلود.

فرزانه د آمو خبریال ته وايي: «ټول لګښت زما پرغاړه دی، کله چې د ښځو لپاره د طالبانو له نوي فرمانه خبره شوم، ډېره خواشینې شوم، ټولې هڅې مې د بچیانو د ښه راتلونکي لپاره وې او اوس خپل هرڅه له بربادۍ سره مخ وینم، نه پوهېږم وزګاري او اقتصادي ستونزې به مې له څه ډول برخلیک سره مخ کړي.»

په افغانستان کې پر طالبانو وروستیو محدودیتونو ته لنډه کتنه

طالبانو شنبې د مرغومي په درېیمه په یوه فرمان کې له ټولو کورنیو او بهرنیو موسسو وغوښتل چې ټولې هغه ښځې چې د دغو موسسو په هره برخه کې کار کوي له کاره ګوښه کړي.

رویټرز خبري آژانس پنجشنبې د مرغومي په اتمه رپوټ ورکړ چې ټاکل شوې د بشردوستانه مرستو د همغږۍ په چارو کې د ملګروملتونو سازمان مرستیال مارتین ګریفتس په راتلونکو اونیو کې کابل ته سفر وکړي.

ټاکل شوې د ملګروملتونو سازمان دغه چارواکی په کابل کې له طالب مشرانو سره په افغانستان کې په بهرنیو موسسو کې د ښځو د کار د مخنیوي په هکله کتنه او خبرې اترې وکړي.

د ملګروملتونو سازمان د مالوماتو له مخې، په افغانستان کې له بهرنیو موسسو سره د ښځو د کار د مخنیوي په اړه د طالبانو پرېکړه د دې لامل شوې چې په افغانستان کې ددغه سازمان دېرش سلنه کارکوونکي وزګار شي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد کابل ته د مارتین ګریفټس د سفر په اړه د آمو خبریال ته وویل: «له ښاغلي ګریفټس سره به ستونزې له نږدې شریکې او تفاهم وکړو.»

هغه زیاته کړه: «موږ له مارتین ګریفټس سره ستونزې شریکوو چې مشرتابه موږ اړ کړي یوو چې دا ډول تصمیم ونیسو.»

خو ښاغلي مجاهد د ملګروملتونو سازمان له دغه چارواکي سره د طالبانو د مشر ملاهبت الله آخوندزداه د احتمالي کتنې په اړه وویل: «تراوسه د ښاغلي ګریفټس له خوا له هغه (طالبانو مشر) سره د لیدنې غوښتنه نه ده شوې؛ خو دا نه شو تاییدولای چې دوی به سره وګوري که نه.»

په اتریش کې د افغانستان سفیرې منیژې باختري کابل ته د ښاغلي ګریفټس د سفر په اړه وویل چې د ملګروملتونو سازمان اعتراض باید له نړیوالو موسسو او سازمانو د ښځو په لیرې کولو پورې محدود نه وي؛ بلکې دا اعتراض او خبرداری باید د ښځو د ټولو حقونو او د دوی د مدني آزاديو په اړه وي؛ پرته له هغې به اغېزمنتیا ونه لري.

هغې زیاته کړه: «ترهغه چې ما مسایل ارزولي، د ملګروملتونو سازمان اصلي اندېښنه د یوناما د ماموریت او د افغانستان د اقتصادي ناورین او اندېښنو په اړه ده او د بشري حقونو مسایلو ته لومړیتوب نه ورکوي.»

د افغانستان په بهرنیو موسسو کې د ښځو له کاره د مخنیوي په اړه د طالبانو له پرېکړې د کابو لسو ورځو په تېرېدو، تراوسه ددې ډلې د تصمیم په وړاندې غبرګونه دوام لري.

تازه د ملګروملتونو سازمان کارپوهانو په یوه بیانیه کې په نادولتي موسسو کې د ښځو د کار مخنیوی غندلی او د طالبانو ددې فرمان د ژرترژره لغوه کولو غوښتنه یې کړې ده.

طالبانو په کابو ۵ ورځو کې له ټولنې د ښځو د حذفولو لپاره دوه فرمانونه صادر کړل.

د طالبانو لومړنی حکم د سه شنبې په ورځ د لیندۍ په ۲۹مه صادر شو چې له مخې یې د ټولو پوهنتونونو او تحصیلي بنسټونو دروازې تر «امرثاني» پورې د نجونو پرمخ وتړل شوې او له هغې وروسته طالبانو د شنبې ورځ د مرغومي په درېیمه بل حکم صادر کړ چې پربنسټ یې ټولې هغه مېرمنې چې په افغانستان کې یې په بهرنیو موسسو کې کار کاوه له کاره منع شوې دي.

له دې مخکې، د اروپايي ټولنې پارلمان د ښځو په وړاندې د طالبانو سیاستونه «جنسیتي اپارتاید» بللی او په کابل کې د یوناما رییس هم په افغانستان کې واکمن وضعیت د «د انساني کرامت ناورین» په شان بللی و.