روغتیا

ترکي ډاکتران زابل کې د سترګو ناروغانو درملنه کوي

زابل د هېواد په سوېل کې پروت ولایت دی، چې زيات شمېر اوسېدونکي يې د چاپيريالي ستونزو له امله د سترګو په ناروغيو اخته دي.

تازه د ترکیې د ډاکترانو ټولنې يوه ډله دغه ولایت ته رسېدلې، ترڅو د سترګو په بېلابيلو ناروغيو کسانو درملنه وکړي.

زابل ته ورغلي د سترګو د ناروغیو متخصصين به د يوې مياشتي لپاره په دغه ولایت کې د سترګو د پردو پنځه سوه عملياتونه او د پنځه زره نورو د سترګو ناروغانو درملنه به کوي.

د ترکي ډاکترانو افغان همکار او زابل ته د سترګو د ناروغانو د درملنې لپاره د ورغلي روغتیایي پلاوي مشر متخصص ډاکتر محمد يوسف عثمان وایي، زابل کې د سترګو ناروغي زياته شوې، له همدې امله دوی دې ځاي ته ورغلي او غواړې د یوې میاشتې په موده کې په دې ولایت کې پنځه سوه عملیاتونه ترسره او تر ۵ زرو نورو ناروغانو درملنه وکړي.

ډاکتر عثمان زياتوي: «زابل کې د سترګو ناروغي زياته شوې، زموږ اساسي موخه د سترګو د پردو عمليات کول دي، او ددې ترڅنګ موږ زرګونه هغه ناروغان هم تداوي کوو چې عمليات ته اړتيا نلري.»

اخوا، د زابل هغه اوسېدونکي، چې د سترګو ناروغيو د درملني لپاره د دې ولایت مرکز کلات ته د ترکیې د روغتيايي ټولنې ډاکترانو ته د درملني لپاره ورغلي د خوښۍ په څرګندولو سره وایي، چې د اقتصاد ستونزو له امله یې د سترګو درملنه نشوای کولای.

د زابل یوه اوسېدونکې سيد بي بي چې پنځه اتيا کلنه ده، په دې هیله دغو ډاکترانو ته ورغلي چې د سترګو لید ترلاسه کړي ترڅو لمونځ او اودس وکړای شي.

سيد بي بي زياتوي: «موږ خبر شو چې ډاکتران راغلي ډېره خوشحاله شوم تر څو يو ځل بيا په سترګو هر څه ووینم او آسانۍ اودس او لمونځ وکړای شم.»

د زابل يو بل اوسيدونکی محمد اکبر چې په دواړو سترګو نابینا دی، وايې چې د پاکستان تر څنګ د افغانستان يو شمېر ولايتونو ته د سترګو د درملنې لپاره تللی خو درملنه یې نه ده شوې.

محمد اکبر زياتوي: «اوه کاله مخکې مې دواړې سترګې ړندې شوې، زه په کابل او کندهار سربېره پاکستان ته هم د درملنې لپاره تللی یم خو نه لا مې سترګې پردې لري او په لیدلو کې ستونزه لرم.»

روغتيا پالان وايي، په زابل کې د ګرد او خاور، ويروسي ناروغيو، او ځينو نورو ستونزو له امله د سترګو ناروغي زياته ده، چې باید اوسېدونکو ته یې تل په دې برخه کې پاملرنه وشي.