سوداګري

د زړو افغانیو په اړه د غزني د اوسېدونکو شکایت

د غزني ولایت یو شمېر اوسېدونکي د زړو پیسو له زیاتوالي او د دې ولایت په بازارونو کې د نویو افغانیو له نشتوالي شکایت لري.

په افغانستان کې د طالبانو ډلې په واکمنۍ سره، دا ډله د نویو پیسو د چاپ اجازه نه لري.

د غزني ښار یوه اوسېدونکي په دې اړه وویل: «په مخکیني حکومت کې، په بانکونو کې زړې افغانۍ راټولېدې او خلکو ته نوې ورکول کېدې؛ خو اوس په بانکونو کې زړې پیسې نه راټولېږي او دا ددې ولایت په بازارونو کې د زړو او له کاره لوېدلو پیسو د زیاتوالي اصلي لامل دی.»

د غزني ولایت یوه صراف واحد الله د آمو ټلویزیون له خبریال سره په خبرو کې وویل: «له دې مخکې چې خلکو زړې پیسې بانک ته وړلې، په بدل کې به زاړه بانکنوټونه ترې اخیستل؛ خو اوس طالبان هماغه زړې پیسې پر خلکو وېشي. د زړو پیسو د زیاتوالي یو بل لامل دا دی چې خلک پیسې په توګه نه ساتي.»

د غزني ولایت یو بل صراف خالد نیازي د زړو پیسو د زیاتوالي یو لامل د طالبانو له خوا د زړو پیسو وېشل بللي او وایي: «خلک دنده لري چې د بانکنوټونو د سم ساتلو لپاره هڅې وکړي. له بدغه مرغه بازار، له زړو پیسو ډک دی. سمې او نوې پیسې، د هېواد د شتمنۍ یوه برخه ده او موږ باید د هغې د سم ساتلو لپاره د مسوولیت احساس ولرو.»

هغه زیاته کړه، د پیسو زړښت ددې لامل کېږي چې دوی له مشتریانو پیسې له اصلي قیمت سره په توپیر وپېري او د نویو پیسو کمښت ددې لامل شوی چې بانک هم زړې او له کاره لوېدلې پیسې خلکو ته ورکړي.

د غزني ولایت یو هټۍ وال غلام رسول هغو ستونزو ته په اشارې سره چې د زړو پیسو زیاتوالي دوی ته رامنځته کړې وايي: «زه په ورځنۍ راکړه ورکړه کې، له خلکو سره ډېرې ستونزې لرم، په بازار کې زړې پیسې په بې مخینې توګه زیاتې شوې او خلک هغه بانکنوټونه چې موږ له هغوی اخیستې نه اخلي.»

دغه اوسېدونکی له طالبانو ادارې غواړي چې د نویو پیسو د چاپولو لپاره هڅې وکړي او زړې پیسې له بازار څخه راټولې کړي.

دا په داسې په حال کې دي چې د لړم په ۲۵مه د فرانسې نړیوالې راډیو رپوټ ورکړ چې د افغانستان بانک او د پیسو د چاپ له فرانسوي شرکت سره د افغانيو د چاپولو په اړه خبرې د جمهوري نظام له سقوط څخه مخکې پیل شوې وې، اوس وروستۍ شوې دي.

فرانسوي شرکت Oberthur Fiduciaire له د افغانستان بانک سره هوکړه لاسلیک کړې چې له مخې به یې ۳۹۰ میلیونه، د لس میلیارده افغانیو معادل چاپ کړي.

ویل کېږي چې تراوسه شل میلیارده افغانۍ د دوو پولنډي او فرانسوي شرکتونو له خوا چاپ او افغانستان ته لېږل شوې دي؛ خو تراوسه دا پیسې د هېواد بازارونو ته نه دي ورکړل شوې.