افغانستان

د طالبانو د کندهار د چاپيريال ساتنې رییس د فساد په تور نيول شوی

نورالله عادل دوې ورځې مخکې د کندهار د طالبانو د چايېریال ساتنې په رياست کې د ننه د بډو اخیستو پر مهال نيول شوی دی.

د کندهار یو طالب چارواکی د نوم نه ښودلو په شرط وایي نورالله عادل د رشوت اخیستو پر مهال د استخباراتو له لوري نیول او زنداني شوی دي.

سرچينه وایي نورالله عادل د کندهار د والي محمد يوسف وفا اخښی دی، چې والي يې د خوشي کېدو لپاره زياته هڅه وکړه، خو بريالی نشو.

که څه هم د کندهار د چاپېريال ساتنې پر رییس د اخلاقي فساد تور هم لګول کېږي، خو د کندهار د چاپيريال ساتنې په اداره کې يوه سرچينه دا تورونه ردوي.

دغه سرچينه وایي، رییس په اخلاقي فساد کې نه دی ښکېل، خو د مالي فساد له امله له نيول کېدو وروسته له دندې ګوښه او اوس زنداني دي.

سرچينه زیاتوي چې د هغه د برخليک په اړه به له شرعي محاکمې وروسته پرېکړه وشي.

سرچینه وايي: «دا حقيقت نه لري، چې هغه دې کوم اخلاقي فساد کړی وي، خو مالي فساد یې کړی او هغه له همدې امله له دندې ګوښه شوی دی.»

دا هم روښانه نه ده، چې نورالله عادل څومره پیسې له چا څخه اخیستې وې.

د کندهار د والي دفتر او په دغه ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست په دې اړه د معلوماتو له ورکولو ډډه کوي.

تر دې وړاندې د کندهار د سرې مياشتې ولایتي او حوزوي مسوولين هم ظاهراٌ د طالبانو د مشرتابه ”د ذهني معلولينو د روزنې” په برخه کې د حکم د نه مراعاتولو له امله له دندو لیرې کړي وو.