ورزش

ننګرهار کې د دودیزو سیالیو لوبډلو د جوړېدو لړۍ پيل شوه

ننګرهار کې په لومړي ځل د دودیزو سیالیو د ژوندي ساتلو په پار د لوبډلو  جوړولو او تنظیمولو لړۍ پیل شوه. دا لړۍ سه شنبه پيل او څلور ورځې به دوام وکړي.

د طالبانو له خوا د ننګرهار په المپیک ریاست کې د دودیزو لوبو مدیر میر وحید حسن وایي، ددې کار موخه د دودیزو ملي سیالیو ژوندي ساتل او په دې برخو کې د لوبدلو تنظیمول دي ترڅو په راتلونکي کې د لوبو لپاره چمتو وي.

د دې لړۍ پرمهال سه شنبه دوولس تنه د خوصي سیالیو لوبغاړي او ۱۰ تنه د ډبرې غورځولو لوبغاړي وټاکل شول.

حسن زیاتوي، چې کلونه وروسته دا لومړی ځل دی چې دا ډول اقدام کېږي.

نوموړی وايي: «دودیزې سیالۍ د خلکو غوښتنه وه او په کلیوالو سیمو کې ډېر مینه‌وال لري، چې په دې برخه کې بوخت دي، اړتیا ده چې خلکو ته دا سیالۍ وښودل او وهڅول شي، یوازې کرېکټ او فوټبال نه دي چې خلک پرې مصروف دي.»

غوره شوي لوبغاړي هم خوښ دي، چې په لومړي ځل دا ډول اقدام کېږي.

دوی وایي، پخوا به یې په کلیو بانډو کې ځوانانو په خپل منځ کې ډبرې غورځولې او یا به یې خوصي لوبه کوله خو چا ورته پام نه کاوه.

هغوی زیاتوي، که دې لوبو ته پام وشي ښایي تر ډېرو هغو لوبو چې اوس دود دي ډېر مینه وال پیدا او لیدونکي به يې زیات شي.

دغه راز د یوه بل خبر له مخې، د ننګرهار به کابل کيمپ سیمه کې د ځوانانو ترمنځ د یووالي ترنامه لاندې د والیبال سیالۍ هم پیل شوې.

په دغو سیالیو کې د جلال اباد ښار د نهمې ناحیې لوبډله او دغه‌راز د رودات، کوټ، بټي کوټ، غني خیلو، اچین او مومند درې ولسوالیو ۲۶ لوبډلې ګډون لري.

په ننګرهار کې په دې وروستیو کې ورزش ته پاملرنه زیاته شوې او مینه وال یې هم خوښ دي، چې له بې ځایه کارونو ژغورل شوي او د لوبو زمینه ورته برابره شوې ده.