افغانستان

غزني کې یو کارګر ماشوم: په اونۍ کې ۱۰۰ افغانۍ کار کوم

د افغانستان د قوانینو له مخې د ماشومانو لپاره سخت کارونه منع دي. خو په غزني ولایت کې زرګونه ماشومان هر ورځ د خپلو کورنیو د لګښتونو د پوره کولو لپاره سخت کارونه کوي؛ هغه ماشومان چې ډېری یې زده‌کړو ته لاسرسی نه لري.

زیات شمېر ماشومان د خپلو کورنیو یوازیني اړتیا برابروونکي دي او د کورنیو سرپرست یې د تېرو کلونو د جګړو او امنیتي یا نورو پېښو له امله له لاسه ورکړي دي.

د ځینو نور بیا د کورنیو سرپرستان معلول یا له ناروغۍ سره مخ دی او کار نه شي کولای.

کارګر ماشومان د خپلو کورنیو د اړتیاوو د برابرولو لپاره هره ورځ له اتو تر لسو ساعتونو سخت کار کوي.

د حشمت‌الله او محب‌الله د ژوند کیسه

محب‌الله یو له هغو ماشومانو دی چې د خپلې شپږ کسیزې کورنۍ د اړتیاوو برابرول پرغاړه لري.

دغه ماشوم چې د فلزکارۍ په یوه کارځای کې شاګرد دی وایي: «پلار مې په کور کې وزګار دی، زه د سهار له اتو بجو فلزکارۍ ته راځم او د ماښام پر پنځو بجو بېرته کور ته ستنېږم. زموږ اقتصادي وضعیت ښه نه دی، بېوزله یو او زه په اونۍ کې ۲۰۰ افغانۍ کار کوم.»

حشمت‌الله یو بل ماشوم دی چې په د بایسکل جوړولو په هټۍ کې شاګرد دی.

هغه د خپلې شپږ کسیزې کورنۍ سرپرست دی او وایي: «زه یتیم یم. په اونۍ کې ۱۰۰ افغانۍ اخلم او کور ته یې وړم. ژوند مو په سختۍ تېرېږي.»

د حشمت‌الله او محب‌الله په څېر ډېری ماشومان نه یوازې په غزني کې بلکې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د خپل ژوند شپې ورځې په سختۍ تېروي.

۱۰ میلیونه افغان ماشومان بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري

دا په داسې حال کې ده چې د ملګروملتونو سازمان له ماشومانو د ملاتړ صندق وایي، ۲۰۲۳ زېږدیز کال به په افغانستان کې د ماشومانو لپاره ترټولو ستونزمن کال وي.

د ملګروملتونو سازمان له ماشومانو د ملاتړ صندق لیکلي، چې افغانستان له ۲۰۰۵ کال راهیسې په نړۍ کې د ماشومانو ترټولو زیات تلفات لري.

د ملګروملتونو سازمان دغه بنسټ په خپل ترټولو تازه راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۱ زېږدیز کال له پيل راهیسې تر ۱۰ میلیونو زیات افغان ماشومان بشردوستانه مرستو ته سخته اړتیا لرلې ده.

د ماشومانو د حقونو د مدافع بنسټونو د راپورونو له مخې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره په دغه هېواد کې اقتصادي وضعیت، د بشري حقونو وضعیت او په خانګړې توګه د ماشومانو وضعیت خراب شوی دی.