Uncategorized @ps ښځې

د طالبانو نوی فرمان: ښځینه کارکوونکې دې له بهرنیو بنسټونو ګوښه شي

طالبانو په افغانستان کې بهرنیو بنسټونو ته امر کړی چې په دغو ادارو کې ښځینه کارکوونکې تر بلې خبرتیا ګوښه کړي.

د طالبانو د اقتصاد وزارت افغانستان کې ټولو کورنیو او بهرنیو بنسټونو «انجوګانو» ته امر کړی، چې په دغو ادارو کې فعالې ښځینه کارکوونکې له دندو ګوښه کړي.

د طالبانو د اقتصاد وزارت په یوه رسمي لیک کې چې یو شمېر بنسټونو ته یې لېږلی لیکلي دي: په دې برخه کې به هر ډول ځنډ د دې لامل شي چې د بنسټونو د فعالیت جواز ترې واخیستل شي. طالبانو د دې پرېکړې لامل د ښځو له خوا «د اسلامی حجاب نه رعایتول» بللي دي.

په همدې حال کې د اقتصاد وزارت ویاند د طالبانو دغه فرمان تایید کړی دی.

افغانستان کې یو شمېر بهرنیو بنسټونو هم د طالبانو له خوا په دغو بنسټونو کې د ښځو د کار د مخنیوي له اعلانه څو ساعته وروسته په هېواد کې خپل فعالیتونه درولي دي.

د کډوالو په چارو کې د ناروې کمېټه، سویډن کميټه او د کډوالو لپاره د ډنمارک شورا په دغو بنسټونو کې دي.

د طالبانو یوه مخکیني چارواکي او کابل کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ مخکیني ویاند پر خپله ټویټر پاڼه د دغو بنسټونو تړل کېدل تایید کړي او ویلي یې دي، چې دغه بهرني بنسټونه افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو د بندېدو په غبرګون کې تړل شوي دي.

دغه طالب چارواکي افغانستان کې د مرستندویه بنسټونو تړل کېدل مهم نه دي ګڼلي.

هلمند، مزارشریف او بغلان ولایتونو کې هم سرچینو آمو ته ویلي چې له بهرنیو بنسټونو د ښځو د ګوښه کېدو په اړه د طالبانو د اقتصاد وزارت لیک دغو بنسټونو ته رسېدلی دی.

د طالبانو له دې پرېکړې وروسته د ملګروملتونو سازمان له بهرنیو بنسټونو د ښځو د ګوښه کولو پرېکړه غندلې او ویلي یې دي، چې د طالبانو دغه فرمان له بشري حقونو او له بشردوستانه قوانینو سرغړونه ده.

د ملګروملتونو سازمان په یوه بیانیه کې ویلي، چې د ټولنې په هره برخه کې د ښځو حضور او ګډون ته باید درناوی وشي.

د دغه بنسټ په وینا طالبان په داسې پرېکړو ښځو او نجونو ته زیان رسوي.

د ملګروملتونو سازمان په دې بیانیه کې طالبانو ته په خطاب کې ویلي، چې د خپل برخلیک د ټاکلو لپاره د ښځو د ازادۍ ترپښو لاندې کول او د ژوند له ټولو چارو د هغوی سیستماتیک ګوښه کېدل به افغانستان شا ته بوځي او زیاتو خطرونو ته به یې نږدې کړي.

مقاومت جبهې هم په یوه بیانیه کې له بهرنیو بنسټونو سره د ښځینه کارکوونکو د دندو د منع کولو په غبرګون کې ویلي چې دغه «مکتوب له عمومي ژوند څخه د ښځو د لیري کولو وروستۍ کرښه ده.

په همدې حال کې «د بدلون لپاره د ښځو ایتلاف» د نجونو پروړاندې د پوهنتونونو د دروازو د تړلو په اړه د طالبانو د وروستۍ پرېکړې په غبرګون کې وایي چې له سیاسي بدلون پرته به «د بشري حقونه وضعیت بدلون ونه کړي.»

د ښځینه فعالانو دغه ډله له بهرنیو او کورنیو لوریو غواړي چې «د ټاکنو پربنسټ د یوه لنډمهاله حکومت پر رامنځته کولو پایلې ته ورسېږي ترڅو د ټول هېواد استازیتوب وکړي.»

دغه ښځې کابل کې له میشتو بهرنیو سفارتونو او استازولیو غواړي چې د طالبانو د سیاستونو پروړاندې د اعتراض په ډول کابل کې خپل سفارتونه وتړي او «د طالبانو پر مشرانو سخت بندیزونه» ولګوي.