افغانستان

د طالبانو له خوا په نادولتي بنسټونو کې د ښځو د کار د مخنیوي په وړاندې غبرګونونه

په نادولتي بنسټونو کې د ښځو د کار د مخینوي په اړه د طالبانو پرېکړه له پراخو نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوې ده.

تېره ورځ د طالبانو د اقتصاد وزارت په یوه لیک کې اعلان وکړ چې ټول کورني او بهرني نادولتي بنسټونه باید په خپلو ادارو کې ښځینه کارکوونکې له دندو ګوښه کړي.

په دې لیک کې خبرداری ورکړ شوی، که انجوګانې په دې اړه ناغېړي وکړي، د دوی جواز به لغوه شي.

د طالبانو دې پرېکړې پراخ نړیوال غبرګونونه راوپارول.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په دې اړه ویلي چې د ښځو د کار ځنډول د افغانانو لپاره ورانونکې کېدای شي.

انتوني بلینکن پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي: «سخت اندېښمن یوو چې په افغانستان کې د بشردوستانه مرستو د لېږلو لپاره د طالبانو پرېکړه، میلیونونه کسانو ته حیاتي مرستې له خنډ سره مخ کوي. ښځې په ټوله نړۍ کې په بشردوستانه عملیاتو کې اساسي رول لري. دا تصمیم د افغانستان د خلکو لپاره ورانونکی کېدای شي.»

همداراز د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیرې کرن ډېکر او د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ هم د طالبانو د وروستۍ پرېکړې غندنه کړې ده.

توماس ویسټ په یوه ټویټ کې لیکلي: «د طالبانو فرمان چې ښځې بشردوستانه مرستو رسولو له کاره منع کوي، ډېر غیرمسوولانه دی. دا کار د میلیونونه وګړو لپاره چې حیاتي مرستو ته اړتیا لري مرګوني خطرونه رامنځته کوي. طالبان، د خلکو په وړاندې خپلو ډېرو لومړنیو مسوولیتونو ته بې پامي کوي.»

د افغان مېرمنو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري هم د طالبانو وروستۍ پرېکړه ظالمانه او بې رحمانه بللې ده.

د افغان مېرمنو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وویل: «دا یو ظالمانه او بې رحمانه تصمیم دی چې ښځو ته سزا ورکوي او بشردوستانه مرستې له خطر سره مخ کوي. میلیونونه افغانان په دې سخت ژمي کې په هغې پورې تړلي دي. طالبان د افغانانو ژوند له خطر سره مخ کوي او هېواد خطرناک لوري ته بیايي.»

استرالیا، ناروې او کاناډا هم په افغانستان کې د ښځو کار پر ځنډولو نیوکه کړې ده.

د استرالیا حکومت له طالبانو غوښتي چې پر خپله دغې پرېکړې بیا کتنه وکړي. «موږ په نادولتي سازمانونو او نړیوالو بنسټونو کې د ښځو د کار د مخنیوي په اړه د طالبانو پرېکړه غندو، دا د بشردوستانه اصولو خلاف دي او ښځې او نجونې لازیات څنډې ته کوي او پر بې وزله وګړو اغېز کوي. موږ له طالبانو غواړو چې له خپلې دې پرېکړې شاتګ وکړي.»

همداراز د کاناډا د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو له خوا په ملي او نړیوالو بنسټونو کې د ښځو د کار مخنیوی، ددې ډلې له خوا د ښځو حقونو ته بشپړه بې پامي بللې ده.

د کاناډا د بهرنیو چارو وزیر لیکلي: «له ځايي او نړیوالو سازمانونو سره د ښځو د کار د مخنیوي په اړه سخت اندېښمن یوو.»

د ناروې د بهرنیو چارو وزیر هم خبرداری ورکړی چې دا موضوع به له خپلو نړیوالو شریکانو سره وڅېړي او مناسب ځواب به ورکړي.

د ناروې د بهرنیو چارو وزیر انکن هیټفلډ ټینګار وکړ: «د افغانستان په کورنیو نادولتي او بهرنیو بنسټونو کې د ښځو د کار مخنیوی غندو، دا تصمیم باید په بيړه بېرته واخیستل شي.»

په افغانستان کې د جرمني سفارت په افغانستان کې د ښځو د کار ځنډول ظالمانه  بللی دی. «دا د ښځو خلاف یو ظالمانه اقدام دی له ټولو هغو کسانو سرسه چې د بنسټیزو او د نادولتي سازمانونو د فداکارانه فعالیتونو له لارې ورسره تړلي دي.»

د بېلابېلو هېوادونو پر لوړپوړو چارواکو سربېره، د ملګروملتونو سازمان ویلي چې د ښځو د کار ځنډول د افغاني ټولنې تر ټولو زیانمنونکې پرګنې ته زیان رسوي.

د ملګروملتونو سازمان په خبرپاڼه کې راغلي: «دا ډول حکم د ښځو تر ټولو اساسي حقونه تر پښو لاندې کوي او همداراز له بشردوستانه اصولو څرګنده سرغړونه ده. د ملګروملتونو سازمان به ددغه حکم په اړه د روڼتیا د ترلاسه کولو لپاره د طالبانو له مشرتابه سره د لیدنې په لټه کې وي. ښځې باید د بشردوستانه غبرګون په ګډون د ژوندانه په ټولو اړخونو کې د حیاتي رول لوبولو وړتیا ولري. د دوی مشارکت ته درناوی وشي. دا وروستۍ پرېکړه یوازې زیانمنونکو کسانو په تېره بیا ښځو او نجونو ته زیان رسوي.»

په کابل کې د ملګروملتونو سازمان د استازولۍ دفتر مرستیال رامز الاکبروف هم په یوه ټویټ کې لیکلي چې نوموړی په دې اړه چې طالبانو د یوه لیک په صادرولو په نادولتي بنسټونو کې د ښځو د کار مخنیوی کړی د راپورونو خپرېدو سخت اندېښمن کړی دی.

هغه زیاته کړه: «دا له بشردوستانه اصولو څرګنده سرغړونه ده.»

زلمي خلیلزاد، اروپايي ټولنې او یو شمېر نورو هېوادونو هم د ښځو د کار د ځنډولو په هکله د طالبانو وروستۍ پرېکړې په وړاندې غبرګون ښودلی دی.

 له دې مخکې، طالبانو په یوه لیک کې پوهنتونونه او د لوړو زده کړو موسسې د نجونو پرمخ وتړلې.