ښځې

طالبانو په هرات کې د اوبو په شیندلو د نجونو د اعتراض مخنیوی وکړ

په هرات کې یو شمېر محصلو نجونو، نن سهار (شنبې) د دوی پرمخ د پوهنتونونو دروازو د تړلو په خاطر اعتراض وکړ او طالبانو د اور وژنې په موټرو سره د اوبو په شیندلو دوی تیت پرک کړې.

دغو محصلو نجونو د «یا ټول یا هېڅوک»، «پوهنتون پرانیزئ» او «زده کړه زموږ حق دی» شعارونو سره خپل اعتراض له ملک یار پارک څخه پيل کړ او غوښتل یې چې د هرات ولایت تر دروازې لاریون وکړي.

طالبانو په هماغه پيل کې پر اعتراض کوونکو د اوبو په شیندلو سره، نجونې تیت پرک کړې.

په هرات کې د نن ورځې یوه اعتراض کوونکې چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم واخیستل شي وایي: «ما د نن ورځې په اعتراضونو کې ګډون وکړ او طالبانو د اوبو په شیندلو سره زموږ اعتراض ګډوډ کړ. موږ به کرار نه کښېنو او له خپله حقه به دفاع وکړو. تحصیل او کار زموږ حق دی او دا جاهله ډله نه شي کولای زموږ مخه ونیسي.»

یوه بله معترضه محصله هم وایي: «طالبان فکر کوي د اوبو په شیندلو او د اعتراضونو په ګډوډولو کولای شي موږ آرام او وځپي؛ خو اشتباه کوي. موږ د ژوند ترپایه د زده کړو له حقه دفاع او ملاتړ کوو.»

محصلو نجونو په داسې حال کې اعتراض وکړ چې د تېرې اونۍ د سه شنبې په ورځ، د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په یوه خبرپاڼه کې، د نجونو پر مخ یې تر بل امر پورې پوهنتونونه وتړل.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت ویلي چې په پوهنتونونو کې د نجونو لیلیو د شتتون او له محرم پرته له لیرې سیمو د دوی تګ راتګ، د نجونو محصلینو له خوا د حجاب نه رعایتول، په پوهنتونونو کې د نجونو او هلکانو ترمنځ د اختلاط دوام او د انجینرۍ او کرنې په شان پوهنځیو کې د نجونو حضور چې د «دوی له عزت او قار سره برابر» نه دي، د پوهنتونونو دروازې د هغوی پر مخ تړلې دي.

د طالبانو دا پرېکړه د ننه په هېواد او بهر کې له ګڼو غبرګونونو سره مخ شوې ده.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ په دې اړه په تازه غبرګون کې ویلي چې نړۍ د طالبانو له خوا د نجونو پرمخ د پوهنتونونو او ښوونځیو د تړلو په وړاندې د افغانانو د یووالي شاهده ده.

همداراز د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف هم ویلي چې طالبان یو لاس نه دي او په دې ډله کې د ښځو د زده کړو په شان مسایلو په اړه، بېلابېل نظریات موجود دي.

هغه هندو ورځپاڼې ته ویلي چې په ځینو شمالي ولایتونو کې طالب چارواکي، د یو شمېر سویلي ولایتونو په پرتله د نجونو د زده کړو په اړه ښه لیدلوری لري.

له بلې خوا، د مصر الازهر پوهنتون شیخ احمدالطیب د نجونو د لوړو زده کړو مخنیوي په اړه د طالبانو ادارې د پرېکړې په وړاندې د کورنیو او بهرنیو غبرګونونو په دوام پر دې تصمیم خواشیني څرګنده کړه او هغه یې «د اسلام خلاف» بللې ده.

دغه پوهنتون په یوه اوږده بیانیه کې چې پر خپله فېسبوک پاڼه یې خپره کړه، اعلان کړی چې د طالبانو دې پرېکړې «د مسلمانانو او غیرمسلمانانو وجدان ته ټکان ورکړی» او باید د هېڅ مسلمان له خوا دا ډول حکم صادر نه شي.

همدارنګه د طالبانو له دغه تصمیم وروسته، د افغانستان ډېری ښارونو پوځي بڼه خپله کړې ده.

د نجونو پرمخ د پوهنتونونو د تړلو له اعلان وروسته، هرات ښار پوځي بڼه خپله کړې او له زیات شمېر پوځیانو سره پوځي موټر ځاي پرځاي شوي چې د نجونو محصلینو د نن ورځې په اعتراض سره په هرات کې دا تدابیر زیات شوي دي.

ددغو غبرګونونو ترڅنګ ویل کېږي چې تېره ورځ د طالبانو دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد او د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني چې د نجونو پرمخ د پوهنتونونو د تړلو مخالف دي، خبرې یې سره کړې دي.

داسې ویل کېږي چې ټاکل شوې د طالبانو د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو سرپرستان د اوسني وضعیت د مدیریت لپاره کندهار ته ولاړ شي او د طالبانو له مشر ملاهبت الله آخوند زاده سره خپله اندېښنه شریکه کړي؛ خو ملاهبت الله د ملایعقوب او سراج الدین حقاني د کتنې غوښتنه رده کړې ده.