فراه ولایت کې یوې ښځې د یو شمېر مېرمنو لپاره د خیاطۍ کارځای رامنځته کړی دی. هغه هیلهمنده ده چې ښځو لپاره د خیاطۍ په ورزده کولو سره هغوی ته د اقتصادي ځان بسیاینې زمینه برابره کړي.
کومې ښځې چې په دغه کارځای کې یې خیاطي زده کړې ده کونډې او د خپلو کورنیو سرپرستې دي او ان له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو زدهکوونکو هم په دغه ځای کې خیاطي زده کړې ده.
په دغه کارځای کې ګډونوالې ښځې هیلهمندې دي چې د خیاطۍ په زده کولو سره وکولای شي د خپل ژوند د لګښتونو یوه برخه برابره کړي.
شیما چې د خیاطۍ په یوه خصوصي موسسه کې روزل شوې ده اوس یې ۲۵ ښځو لپاره دغه کارځای جوړ کړی دی ترڅو هغوی وروزي او د کار زمینه ورته برابره شي.
د نوموړې په وینا د دغه کارځای فعالیت چې له څلورو میاشتو راهیسې دوام لري او ګډونوالې یې پر جامو ګنډلو بوختې دي هغوی ته تر پنځه زره افغانیو معاش ورکول کېږي.
شیما وایي: «کومې ښځې چې په دغه کارځای کې پر کار بوختې دي د خپلو کورنیو سرپرستانې دي او اړتیا ده چې حکومت د خیاطۍ د محصولاتو د پلور لپاره د ښځو مارکېټ او د پلور بازار رامنځته کړي او له دغه کارځایه ملاتړ وکړي.»
دغه کارځای په داسې حال کې فراه کې خپل فعالیت ته دوام ورکړی چې په دغه ولایت کې د طالبانو ځایي مسوولینو فراه کې پر ښځو ګڼ محدودیتونه لګولي دي.
په دغه کارځای کې یوه ښځه زهرا وايي: «درې نیمې میاشتې کېږي چې دلته کار کوم، کونډه یم، سرپرست نه لرم او د پنځو تنو نفقه مې پر غاړه ده. له دې چې دا کار پیدا شوی ډېره خوشحاله یم. موږ دلته کار کوو ترڅو ځانته ډوډۍ پیدا کړو موږ باید خپله کار وکړو، ځکه چې دا حکومت هېڅ نه لري ترڅو له موږ سره مرسته وکړي او له ښځو سره هېڅ مرسته نه کوي.»
د دغه کارځای یوې بلې ګډونوالې حمیرا ټینګار وکړ: «زموږ ستونزې زیاتې دي د کورنۍ سرپرسته یم ، په کور کې اووه تنه یو. د ورځې درې ساعته دغه کارځای ته راځم ترڅو وکولای شم له دې لارې د خپلې کورنۍ لپاره عاید ولرم.»
د ښځو لپاره دغه کارځای په داسې حال کې رامنځته کېږي چې افغانستان کې د ښځو پروړاندې ډېر محدودیتونه لګېدلي او اوس ډېری ښځې په کور دي.
اوسني حکومت د ښځو او نجونو پر کار، فعالیت او زدهکړو محدودیتونه لګولي دی او د ټولنې دغه برخه له ګڼو ستونزو سره مخ شوې ده. ښځې وایي چې د مېرمنو څنډې ته کول او له ټولنې د هغوی ایستل نه یوازې طالبان خپلې موخې ته نه نږدې کوي بلکې د هغوی او خلکو ترمنځ به د واټن او د نورو ستونزو د رامنځته کېدو لامل وګرځي.