سوداګري

ننګرهار کې د برېښنا د نشتوالي له امله کابو ۴۰۰ کارخونې تړل شوې

په دې وروستیو کې د برېښنا نه شتون په ټول هېواد کې د عامو خلکو ترڅنګ کارخونې د تړل کېدو له ګواښ سره مخ کړې دي.

تازه په ننګرهار کې د برېښنا د نه شتون له امله کابو ۴۰۰ کارخونې تړل شوې دي.

د ننګرهار په صنعتي ښارګوټي کې د کارخونو مسوولین وایي، چې له همدې امله یوازې په تېرو دوو اونیو کې دوی ته میلیونونه افغانۍ زیان اوښتی دی.

صنعتکاران وایي، د برېښنا کمښت له جدي ستونزو سره مخ کړي او زرګونه کارګر یې هم وزګار شوي دي.

پاچا په صنعتي ښارګوټي کې کارخونه لري وایي: «موږ له دولته غواړو، چې د برېښنا ستونزه مو راته حل کړي، که برېښنا نه وي موږ ته دې په روښانه توګه ووایي، چې بندې یې کړو، نورې فابریکې هم شته د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دي.»

د یوې بلې کارخونې مسوول نورعالم بیا وایي، چې د برېښنا نشتون له امله په دغه ښارګوټي کې سلګونه فابریکې تړل شوې، چې دې چارې زرګونه کسان وزګار کړي دي.

نوموړی وایي چې د خلکو د وزګارۍ ترڅنګ دوی ته میلیونونه افغانۍ زیان هم اوښتی دی.

هغه زیاتوي: «د برېښنا نشتوالی لویه ستونزه ده او موږ ته یې ګڼ مالي زیان اړولی، زرګونه کسان وزګار شوي هیله من یم چې دغې ستونزې ته پام وشي.»

‎د ننګرهار صنعتکاران غوښتنه کوي، چې د کورنۍ برېښنا یوه برخه دې ننګرهار کې صنعت ته ورکړل شي؛ ترڅو د صنعت ولاړ بهیر حرکت وکړي او کارګر د یوې نمړۍ ډوډۍ خاوندان شي.

ستونزه چېرته ده او د حل امکان یې شته؟

په دې اړه د افغانستان د برېښنا شرکت لپاره د طالبانو مسوولین د دغې ستونزې لوی لامل د ازبکستان د وارداتي برېښنا پرې کېدل دي.

‎د افغانستان په برېښنا شرکت کې د طالبانو ویاند حکمت میوندي وایي: «له ازبکستانه چې کومه برېښنا کابل ته واردېږي، دوی وایي د قرارداد له مخې ټاکل شوې برېښنا افغانستان ته نشي ورکولی، موږ د شته برېښنا ډېره برخه صنعتي فابریکو ته ځانګړې کړې ده.»

‎د ننګرهار اړوند صنعتي ښارګوټي کې سلګونه لويې او کوچنۍ کارخونې فعالیت لري، چې د برېښنا د ستونزې له امله یې سلګونه د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دي.

عام خلک هم د برېښنا له نشتوالي ځورېږي او تمه لري، چې طالبان به ژر له ازبکستان سره د برېښنا ستونزې د اواري لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.

‎دا لومړی ځل نه دی، چې صنعتکاران د برېښنا د نشتون له امله جدي شکایتونه کوي؛ تر دې مخکې هم صنعتکارانو له ورته ستونزو سره مخ وو، چې یو شمېر یې د صنعت په برخه کې له پانګونې ناهیلې شوي دي.

باورونه دا دي، که طالبان له شته فرصته په ګټې اخیستو د هېواد له اوبو کار واخلي او د برېښنا بندونه پرې ورغوي، نو ښايي چې دا ستونزې د تل لپاره حل شي.