ښځې

د جمهوري نظام له سقوط وروسته په لومړي ځل په کونړ کې د مېرمنو اعتراضي ناسته ترسره شوه

دغه مېرمنې چې د کونړ د بېلابېلو ولسوالیو اوسېدونکي دي او په تېر جمهوري نظام کې د یو شمېر مدني ټولنو استازې وې، نن يي د مېرمنو د حقونو د غوښتنې لپاره ګډه ناسته ترسره کړه. په دغو مراسمو کې لسګونه مېرمنو برخه اخېستي وه.

دغه ناسته په کونړ کې په نامعلوم ځاي کې ترسره شوه. د (طالبانو ادارې) د محدودیتونو له امله دغه ناسته دومره ونه غځېده او پر مهمو مسایلو پکې بحث وشو.

د غونډې یوه ګډون واله چې نه يي غوښتل نوم یې په ډاګه شي وویل چې افغانستان کې ډیری نظامونه تېر شوي خو هېڅ یوه هم پر ښځو دومره سخت محدودیوته نه وو لګولي.

هغې زیاته کړه: «اسلام یو پراخ دین دی او هر مسلمان ته يي د اسلام په رڼا کې حقوق ورکړي خو له بده مرغه چې طالبانو د مېرمنو دغه ټول حقونه تر پښو لاندې کړي دي.»

د غوندې یوه بله وینا واله زبیده (مستعار نوم) په خپلو خبرو کې وايي چې ښځې د ټولنې معصومه پرګنه ده او باید چې له هغوی سره ظلم او زورزیاتی ونه شي.

نوموړې زیاتوي: «حکومت (د طالبانو اداره) د مېرمنو په وړاندې محدودیتونه لګولي او خپل غږ نه شي پورته کولای. د زده کړو او کار حق ترې اخیستل شوی دی چې دې چارې افغان مېرمنو لپاره ګڼې ستونزې رامنځته کړې دي.»

نوموړې وایي چې په تېر جمهوري نظام کې په دولتي او نادولتی ادارو کې ګڼو مېرمنو دنده ترسره کوله او د خپلو کورنیو اړتیاوې یې برابرولې، خو اوس افغان مېرمنې سختې ناهیلې شوې دي.

نوموړې له اوسني حکومت (طالبانو ادارې) غواړي چې د ښځو پر وړاندې محدودیتونه له منځه یوسي.

د دې غونډې بله برخه واله حارثه وايي چې د افغان مېرمنو په حق کې لویه جفا کېږي ځکه دوی له زده کړو او کاره بې برخې شوې او د خپل غږ پورته کولو حق ترې اخیستل شوی دی.

نوموړې پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې په پر طالبانو فشار راوړي ترڅو په افغانستان کې د مېرمنو پر وړاندې محدودیتونه پای ته ورسوي.

د ویلو ده چې د جمهوري نظام له سقوط وروسته په کونړ کې د مېرمنو دغه ناسته په داسي حال کې ترسره کېږي چې په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ ښوونځي تړلي دي.