فرهنګ او هنر

د دایکندي کلاګانې؛ د جګړې له نښو د ښکلاوو تر بېلګو پورې

دایکندي د افغانستان په مرکز کې دومره پخوانی نه دی، خو د هېواد د نورو جغرافیو په شان د تاریخ په هسکو ټیټو کې د سولې او جګړې شاهد و او همداراز ځانګړې ښکلا او کلتور لري.

یوه مسله چې اوس پیکه شوې، خو د جګړې له بېلګې د ښکلا تر نښو د بدلون په حال کې دي، د دایکندي څلور برجونه لرونکې کلا ګانې دي.

له کابو سلو کلونو راهیسې ددغه ډول کلاګانو جوړول د دایکندي په بېلابېلو برخو کې په ډول ډول بڼو دود و، خو په منظم او ښکلي ډول لږ ترلږه په تېرو دېرشو کلونو کې په تېره بیا د دایکندي په مرکز کې جوړې شوې دي.

دا څلور برجونه لرونکې کلاګانې د سیاسي قدرت او اقتدار او د هغو کسانو او کورنیو د ټولنیز مقام ښودنه کوي چې هغه یې جوړې کړې دي.

د یوې دغې کلا خاوند حاجي رجب نوري ۲۸ کاله مخکې کله چې د سیمې وضعیت د کورنیو جګړو له امله د اټکل وړ نه و پرېکړه یې وکړه چې د نیلي په لوېدیځ کې د غونډۍ پر سر دا کلا جوړه کړي.

حاجي رجب وايي چې د دغو کلاوو پر ښکلا او پیاوړتیا سربېره، هغوی د غلو او وسله‌والو کسانو له دننه کېدو هم بېغمه دي. هغه خپله کلا په مربع ډول په ۳۰ متره اوږدوالي او عرض جوړه کړې ده.

خلیفه بوستان؛ په نیلي کې د څلور برجونو لرونکو کلاګانو وروستی معمار

د دغو څلور برجونو لرونکو کلاوو ښکلا او کلک‌والی د جوړونکي له مهارت چې په کلیو کې دغو کسانو ته خلیفه وایي هم تړاو لري.

«خلیفه بوستان علي اختیاري» له هغو کسانو دی چې د دایکندي په مرکز کې د څلور برجونو لرونکو کلاوو د رغولو له امله ډېر مشهور دی. هغه ۳۴ کاله مخکې لومړۍ کلا جوړه کړه او تر ۱۳۸۴ کال پورې چې وروستۍ کلا یې جوړه کړې لږترلږه شل څلور برج لرونکې کلاوې جوړې کړې دي.

له «خلیفه بوستان» مخکې کلاوې دومره «منظمې، صافې او یو لاس» نه دي جوړې شوې.

بوستان علي اختیاري وایي چې د دا ډول معمارۍ لومړنۍ بېلګه یې د کابل او هرات له بالاحصار څخه اخیستې ده.

هغه وایي: «هڅه مو کوله لومړی خټه ښه پخه کړو او دیوالونه هم منظم او په زړه پورې ورغول شي.»

هغه ترټولو ستره څلور برجونه لرونکې کلا په ۱۲۲۰ متره ځمکه کې ۱۲ متره لوړه جوړه کړه. خو وروستی مورد یې په ۱۳۸۴ کال کې د څلورویشتم ولایت په توګه د دایکندي له رامنځته کېدو سره جوړه کړه چې له هغې وروسته د «ملا د ناروغۍ» له امله له فعالیته پاتې شو.

خلیفه بوستان اوس ۶۰ کاله عمر لري او په زړه کې یې دا ارمان پاتې دی چې کاش نورې لا ښې او لویې کلاوې جوړې کړي.

د دایکندي څلور برجونه لرونکې کلاوې کابو سل کلنه مخینه لري

اوسمهال د کورونو د معمارۍ د بل ډول دودېدو او لوړ لګښت له امله د څلور برجونو لرونکو کلاوو جوړېدل کم شوي دي. مخکې خانانو او نفوذ لرونکو کسانو د خپلو کلاوو دیوالونه د خلکو په عمومي حشر سره لوړول.

دایکندي ولایت کې کلتوري مسوولین د څلور برجونو لرونکو کلاوو مخینه لږترلږه سل کاله بولي چې د دغه ولایت په نیلي او نورو ولسوالیو کې دود وې. له دې جملې په شهرستان ولسوالۍ کې د «یوسف بېګ» کلا او د خدیر کلا چې اوسمهال د ولسوالۍ اداره پکې فعاله ده، ترټولو زیات شهرت لري.

دایکندي کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر حسین سیرت جوتوي چې د امنیت ټینګښت او د دښمنانو له برید څخه مخنیوی هغې انګېزې وې چې خانان او قومي مشران دې ته اړ ایستل ترڅو لوړ دیوالونه لرونکې کلاوې جوړې کړي.

ښاغلی سیرت وایي چې د تاریخ په اوږدو کې د دغو کلاوو اندازې او شکل ځینې بدلونونه کړي دي.

هغه وایي چې د هزاره‌وو په ځانګړې توګه د دایکندي د تاریخ او کلتور په اړه پراخې څېړنې نه دي شوې. خو د غوریانو او غزنویانو په دورو کې سوداګریز کاروانونه له دایکندي تېرېدل او غزني ته تلل.

په وروستیو کلونو کې هم دودونو، خوړو او د خلکو د کلیوالو عنعناتو ثبت او پراخولو ته پاملرنه نه ده شوې.

سیرت وایي: «د خدیر تاریخي کلا په یونسکو سازمان کې ثبت شوې ده، خو د بیارغولو پروژه یې د جمهوري دولت له سقوط سره د نورو پروګرامونو په څېر درېدلې ده.»

د نوموړی په وینا د طالبانو په حکومت کې د تاریخي کلاوو د بیارغولو په هکله اقتصادي محدودیتونو ته په پام هیله‌مندي کمه ده.