فرهنګ او هنر

برلین په افغانستان کې د بیان آزادۍ ستونزو د انځورونو نندارتون کوربه

احمدشاه عظیمي جلاوطنۍ کې د افغانستان یو له فوټو ژورنالیستانو د جرمني په برلین کې د افغانستان د بیان ازادۍ د لومړي سمپوزیم تر چتر لاندې په افغانستان کې د بیان ازادۍ د لوړو ژورو تر نامه لاندې د انځورونو نندارتون جوړ کړی.

ښاغلی عظيمي وايي، چې د انځوريز نندارتون له جوړېدو يې موخه د افغانانو د دردونو او کړاوونو بيانول او د بيان ازادۍ پياوړي کول دي او دا يې په اروپا کې درېيم نندارتون دی.

د دغه نندارتون يو شمېر ګډونوال هم د اطلاعاتي ارزښتونو پر ساتنې، د خبريالانو او رسنوالو پر هڅو او قربانيو ټينګار کوي.

فوټو ژورناليست او د AJSO يا د خبريالانو د ملاتړ سازمان د رهبرۍ غړي احمد شاه عظیمي، په اروپا کې دا ځل خپل دريم انځوريز نندارتون د جرمني په برلين ښار کې جوړ کړ.

په دغه نندارتون کې د بیان ازادۍ له وضعیته د احمد شاه عظیمي او یو شمېر مشهورو افغان عکاسانو اخیستل شوي لسګونه انځورونه نندارې ته وړاندې شول.

په جلاوطنۍ کې افغان خبریال احمدشاه عظیمي وايي: «د نندارتون د دریمې دورې له ترسره کولو زما موخه د افغانستان د خلکو د درد او کړاو بیانول او د بیان ازادۍ د بیرغ لوړ ساتل دي. څو د نړۍ خلکو ته دا پیغام ورسوم.»

دا نندارتون”په افغانستان کې د بیان ازادۍ لوړې ژورې ” نومیږي، او “په افغانستان کې د بیان ازادۍ سمپوزیم” تر لومړني چتر تر سره شو.

په ایران کې د افغانستان پخوانی سفیر غفور لېوال وايي: «د فوټو ژورنالیست په توګه، هر عکس باید د وضعیت په اړه ځانګړي پیغامونه ولري، او زه په ډیری عکسونو کې دا ډول پیغام ته متوجه شوم.»

جلاوطنی خبریال خوشحال آصفي وايي: «هغه څو عکسونه چې نن نندارې ته وړاندې شوي، یو پراخ مفهوم او خورا قوي معنی بیانوي.»

د دغه نندارتون په لاره اچوونکی یو له هغو خبریالانو دی چې د ۱۳۹۸ کال د غوایي میاشتې په لسمه نېټه د کابل په شش درک کې په یوه چاودنه کې ټپي شو _ هغه چاودنه چې له امله یې ۹ تنه خبریالان ووژل شول.