افغانستان

په ميدان وردګو کې د سختې واورې ورښت بزګران اندېښمن کړي

په ميدان وردګو کې د طالبانو د رسنیو دفتر د انځورونو په خپرولو ویلي، چې د دغه ولایت په ټولو ولسوالیو او لرو پرتو سیمو کې سخته واوره ورېدلې ده.

د دغې خبرپاڼې د معلوماتو پر بنسټ، دغه واوره په داسې حال کې شوې، چې د دغه ولايت د زردالو او مڼو ټولوباغونو تازه ګلان غوړولي دي.

ویل کېږي چې په ميدان وردګو کې د سختې واورې ورښت هم بزګران اندېښمن کړي دي.

دا په تېرو څو لسیزو کې لومړی ځل دی چې په هېواد کې د ثور په میاشت کې د افغانستان یو شمېر ولایتونه د واورې د اورښت شاهدان دي.

په ورته وخت کې د هېواد اوسېدونکو په ټولنيزو شبکو کې د انځورونو په خپرولو سره ويلي چې د پنجشېر ولايت ځينې برخې هم د واورې ښويېدنې شاهدې دي.