نړۍ

پر رفح د اسراییلو په هوايي برید کې ۱۳ تنه ووژل شول

د غزې د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د غزې د تړانګې په جنوب کښې پر رفح ښار د اسرائیلو په پرونیو بريدونو کښې دیارلس تنه وژل شوی او ګڼ نور ټپيان دي.

رویټرز خبر ورکړی چې دا بریدونه پرون (یکشنبه، اپریل ۲۸) پر دریو کورونو شوي دي.

د دغه راپور له مخې اسرائيلي ځواکونو د غزې په شمال کې هم هوايي بريدونه کړي دي، چې له امله يې په دوو کورونو کې څو تنه مړه او ټپيان شوي دي. خو د دغو بریدونو د مرګ ـ ژوبلې کره شمېرې نه دي خپرې شوې.

په رفح ښار باندې د اسرائیلو هوايي بریدونه په داسې حال کې کیږي، چې تمه کېده مصر د حماس ډلې د مشرانو کوربه وي څو له اسرائیلو سره د اوربند د هوکړې په اړه خبرې وکړي.

په همدې حال کې د امریکا په یو شمېر پوهنتونونو کې د فلسطین پلوه لاريون کوونکو د اسرائیلو له ملاتړو سره شخړې کړې دي.

د رویټرز په وینا، د فلسطین پلوه لاريونوکونکو اوکلاهوما (UCLA) کې د اعتراض خېمه وهلې ده.

دغه راز دغو لاريون کوونکو د کلیفورنیا او لاس انجلس په پوهنتونونو کې هم اعتراضي غونډې جوړې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د امريکا پوليسو څو تنه دغه لاريون کوونکي د ددوى له حکم او لارښوونو څخه د سرغړونې په تور نيولي دي.