افغانستان

روسیه: اوکراین د امریکا د مالي مرستو په برخه کې له افغانستان سره توپیر نه لري

په لندن کې د روسیې سفارت د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزارت د ویاندې ماریا زاخارووا په حوله ویلي، اوکراین د امریکا د مالي مرستو په برخه کې له افغانستان سره کوم توپیر نه لري.

پر اېکس د روسیې سفارت لیکلي: “په دې مونږ ټول پوهېږو چې (په افغانستان کې د امریکا شتون) څنګه پای ته ورسید.”

د روسیې دسفارت په ليکنه کې د براون پوهنتون په حواله راغلي چې امریکا په افغانستان کې د خپل پوځي کمپاین لپاره ۲.۳ تریلیون یا شاوخوا ۳۰۰ میلیارده ډالر لګولي دي.

که څه هم د اوکراين ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي په کراتو له اوکراين سره د لویدیځ څخه؛ په ځانګړې توګه د امريكا د مرستو د ژر تر ژره د لېږلو غوښتنه کړې ده.

خو يوځل بيايې په وروستي ځل، له یوه امریکايي خبري چینل سره په مرکه کې ویلي، چې غواړي د هوايي دفاع یو سیستم ترلاسه کړي، څو وکولای شي د خپلو ځواکونو تر کنټرول لاندې د سیمو ساتنه وکړي.

هغه وروسته له هغې چې د امريكا کانګرس د اوکراين لپاره د پوځي مرستو بسته تصویب کړه، وویل، چې هېواد به یې د افغانستان له برخلیک سره مخامخ نه شي.

له دې وړاندې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویلي وو، چې امریکا به د افغانستان په څېر په اوکراین کې هم له شرمناکې ماتې سره مخ شي.