افغانستان فرهنګ او هنر

د طالبانو د بندیزونو په شتون، یو شمېر وګړو د کارته سخي په زیارت کې نوي کال ولمانځه

د نوي کال د لمانځلو له محدودیتونو سره سره د کابل خلکو د نوي کال لومړۍ ورځ په کلکو امنیتي تدابیرو سره د کارته سخي په زیارت کې د جنډي پورته کولو سره ولمانځله.

طالبانو د دي ورځې د لمانځلو اجازه نه ده ورکړې او دا ورځ یې د رخصتۍ په توګه نه ده اعلان کړې. دوی له خلکو وغوښتل چې خپلو دندو ته ولاړ شي.

کابل تیره شپه خاموشه وه. دا درېیم کال دی چې افغانستان د نوي کال ماښام په چوپتیا سره پیلوي. کورنۍ په پام کې لري چې د نوي کال د پیل لپاره چمتووالی ولمانځي. د اوو میوو چمتو ونسي چي د نوي کال د لمانځلو یو له دودونو څخه دی.

درې کاله کېږي چې طالبانو په افغانستان کې د نوي کال په لمانځلو بندیز ولګاوه او دا یې د اسلام د لارښوونو خلاف وګڼله. خو سږ کال هم د کارته سخي په زيارت کې يو شمېر کسان وتوانېدل چې له خنډونه لرې او دجنډی جګولو مراسم تر سره کړي.

خو له دې زيارت څخه ليرې د نوي کال په لومړۍ ورځ په تفريحي ځايونو کې د تيرو کلونو په پرتله د جشن او نوروزي د خوښۍ خبر نشته. د «چیلستون» باغ او «بابر» باغ شاوخوا چوپتیا وه.

افغانان له ډېرو کلونو راهیسې نوي کال په ځانګړي ډول لمانځي. د سمنک، اوه میوي چمتو کوي دا دې زاړه دوود یوه برخه ده.

لکه څنګه چې د نوي کال پیل نږدې شو، خلک سړکونو ته راوتلي او نڅا کوي، ډزیونه یی کولي، تفریح به یې کوله، یا د خپلو ماشومانو لپاره نوي جامې اخیستلو ته چمتووالی نیوه. خو اوس په افغانستان کې د دا ډول مراسمو د ترسره کولو جرأت کم او کم خلک لري.

د نوي کال د دې جشن یو له دودیزو دودونو څخه د سمنک پخول دي. په ساعتونو د غنمو د جوشولو لپاره ښځې او نجونې د نوي کال په ماښام راټولیږي او د دڼیا په غږولو او سندرو ویلو څخه خوند اخلي.

دا جشن د افغانستان څخه لیرې هم ترسره کیږي. د افغانستان د ښځو د عدالت غوښتنې غړې هم د نوي کال په مناسبت په پاکستان کې راټولې شوې دي او د سمنک په پخولو سره نوي کال ته ښه راغلاست وايي.

په ۲۰۰۹ کې، د ملګرو ملتونو تعلیمي، ساینسي او کلتوري سازمان (یونسکو) په رسمي توګه د نوي کال نړیوالې ورځې په توګه او یو له ترټولو پخوانیو او سترو انساني میراثونو څخه په رسمي توګه ثبت کړ. د ملګرو ملتونو عمومي مشر هم د ۲۰۱۰ کال په فبرورۍ کې نوي کال د یوې نړیوالې غونډې په توګه په رسمیت وپېژندل.

افغانستان، ایران، هند، پاکستان، ازبکستان، قرغزستان، ترکیه، آذربایجان، تاجکستان، عراق او ترکمنستان د هغو هېوادونو په ډله کې دي چې په یونسکو کې د نوي کال په نوم ثبتولو کې برخه اخلي.