سیاست

خیر الله خیرخواه: طالبانو د روسیې له لوري د رسمیت پېژندنې ټول شرایط پوره کړي و

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر وایي، چې دوی د روسیې له لوري د رسمیت پېژندنې ټول شرایط پوره کړي و.

خیر الله خیرخواه، د دغو شرایطو له ډلې، امنیتي مسایل او له نشه‌یي توکو سره د طالبانو مبارزه یادوي او زیاته کړې یې ده، چې یو شمېر نور هېوادونه هم له دوی سره نږدې اړیکې او تعامل لري، خو غواړي چې له طالبانو سره د اړیکو د پراخوالي په موخه، دوی په رسمیت وپېژني.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي هم ویلي، چې مسکو له ترهګرۍ او نشه‌یي توکو سره د مبارزې په خاطر، د طالبانو حکومت په رسمیت پېژني.

د رسمیت پېژندنې د انتظار په اوږدو شېبو کې، روسیه په نړۍ کې یوازنی هېواد شو، چې طالبانو ته یې رسمیت ورکړ؛ خو دغه رسمیت پېژندنه نه د روسیې ولسمشرۍ ماڼۍ او نه هم د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت په رسمي بڼه اعلان کړ.

خو د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر د دوی تر ادارې لاندې له باختر آژانس سره په خبرو کې ویلي، چې دوی د رسمیت پېژندنې ټول شرایط پور کړي و. د خیر الله خیرخواه په خبره، د رسمیت پېژندنې لپاره دوه مهم شرطونه، چې امنیتي مسایل او له نشه‌یي توکو سره د مبارزې څرنګوالی دی، پوره شوي و.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي هم ورته خبره کړې وه. نوموړي ویلي و، چې مسکو له ترهګرۍ او نشه‌یي توکو سره د مبارزې په خاطر طالبانو ته رسمیت ورکړ، ځکه روسیه د طالبانو تر ادارې لاندې په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې له ګواښونو اندېښنه لري.

روسیه او د منځني آسیا هېوادونه له طالبانو سره په نږدې تعامل کې دي. دا هغه هېوادونه دي، چې په سیمه ییزه اجماع له یو بل سره همغږي او ګډ لیدلوری لري، له روسیې پرته، نور هېوادونه تر اوسه د طالبانو رسمیت پېژندنې ته زړونه نه دي ښه کړي. په ټوله کې، په نړیواله کچه هم یوازې چین و، چې د روسیې له دغه اقدام څخه ملاتړ او هرکلۍ وکړ.

د روسیې له لوري، د طالبانو د رسمیت پېژندنې هم مهاله، د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې دا وښوده، چې له طالبانو سره د هېوادونو د تعامل په اړه د امریکا موضع بدله او تنده شوه؛ ځکه په عمومي اسامبله کې د امریکا دایمي استازي وویل، چې د دوحې په چوکاټ کې له طالبانو سره د خبرو اترو بهیر کومه ګټه نه ده کړې.

تر راتلونکي یوې میاشتې پورې، د طالبانو واکمني څلور کلنه کېږي؛ خو د دوی حاکمیت تر اوسه هم له کورني او نړیوال مشروعیته خالي بلل کېږي.

د ټول ګډوني حکومت رامنځته کول، د خلکو د حقونو په ځانګړي توګه د ښځو د حقونو درناوی، د رسمیت پېژندنې لپاره د نړیوالې ټولنې مخیکنی شرط دی، خو طالبان په دې موضوعاتو له خبرو کولو ډډه کوي.