افغانستان

اوچا: په ۲۰۲۴ کال کې ۲۲.۴ میلیونه افغانانو یو ډول بشري مرستو ته لاسرسی پیدا کړ

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا، راپور ورکړی چې په ۲۰۲۴ میلادي کال کې، لږ تر لږه ۲۲.۴ میلیونه تنه افغانانو یو ډول مرستو ته لاسرسی پیدا کړی و.

په راپور کې راغلي چې لا هم د څو اړخیزو مرستو په وړاندې کولو کې جدي تشې شتون لري.

راپور زیاتوي، چې یواځې ۴۷ سلنه مالي ملاتړ برابر شوی، چې له امله یې د مرستو د رسولو په برخه کې پراخه تشه لیدل کېږي او دا چاره د مرستندویو بنسټونو ظرفیت محدودوي.

همداراز د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام ویلي چې له ۲۰۲۱ څخه تر ۲۰۲۴ کال پورې یې په افغانستان کې له نږدې ۸۰ زره کوچني کاروبارونو څخه مالي ملاتړ کړی دی.

دغې ادارې پر خپلې اېکس پاڼې لیکلې دي، چې ۹۷ سلنه دا کوچني کاروبارونه د ښځو لخوا اداره کېږي، او موخه یې د افغان ښځو مالي خپلواکي او اقتصادي پیاوړتیا ده.