فرهنګ او هنر

د افغانستان مشهور سندرغاړی الفت آهنګ له دی نړۍ سترګې پټې کړې

سندرغاړی، د موسیقۍ ښوونکی او کمپوزر الفت آهنګ د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ.

د هغه زوی قیس الفت په فیسبوک کې د خپل پلار د مړینې خبر تایید کړی دی.

الفت آهنګ په ۱۳۴۶ کال کې د موسیقۍ د هنر زده کړه له یوه ماسټر کمپوزر سره پیل کړه او بیا هند ته ولاړ او هلته یې ۱۲ کاله له هندي استادانو سره دا هنر زده کړ.

په ۲۰۱۹ کال کې د پخواني ولسمشر له خوا ورته د میر مسجدي خان افتخاري مډال ورکړل شو.

هغه څو کاله مخکې هیواد پریښود او کاناډا ته مهاجر شو.

هغه تر ۶۰۰ ډېرې سندرې جوړې کړې او د ډېرو سندرغاړو لپاره يې سندرې جوړې کړې.