فرهنګ او هنر

د هېواد د نامتو لیکوال او شاعر عبدالرحمان پژواک د آثارو او افکارو ارزونه

File photo.

عبدالرحمان پژواک په دري او هم پښتو کې یې آثار لیکلي، کتابونه یې ژباړلي او شعرونه یې ویلي دي.

په آنلاین ناسته کې یو شمېر افغان فرهنګیان سره راټول شوي وو او د ښاغلي پژواک د شعرونو په ویلو او د نوموړي د هڅو او افکارو په بیانولو سره یې د هغه یادونه وکړه.

د پژواک بنسټ رییس فرهاد پژواک وايي: «له بده مرغه افغانان ډېری اسیران دي او دغو اسارتونو استاد پژواک ډېر ځوراوه، په تېره بیا د نارینه، ښځو او ماشومانو فردي آزادي.»

عبدالرحمان پژواک د ظاهر شاه د واکمنۍ پرمهال د خبریالۍ په برخه کې فعالیت کاوه؛ د صالح ورځپاڼې مسوول مدیر او د باختر خبري آژانس بنسټ اېښودونکی و.

د دوهمې نړیوالې جګړې له پای ته رسېدو سره همهاله، ښاغلی پژواک د افغانستان دیپلوماتیک ډګر ته مخه کړه او د بریتانیا او امریکا په شان هېوادونو کې یې د افغانستان د استازي په توګه دنده ترسره کړې، تر دې چې په ۱۹۶۶ کال کې د ملګروملتونو د عمومي اسمبلې د رییس په توګه وټاکل شو. د ملګروملتونو د پرېکړه لیکونو په تصویب کې د هغه رول پياوړی بلل کېږي.

د ښځو د حقونو فعاله ډاکتره عالمه وايي: «دا شعر، د ښځو حقونو شعر او د «ناهید نامې» په ګډون د استاد نور آثار په روښانه توګه ښيي چې هغه په ټولنیزو او سیاسي برخو کې له تبعیض پرته د ښځو او نارینه‌وو د ګډون حق یو شان بولي.»

د پژواک څو شعرونه، د افکارو ګلان، د بلخ مېرمن او د شعرونو څو ټولګې او نور آثار چاپ شوي دي. هغه چې څه موده په افغانستان کې د پښتو ټولنې رییس و، په ۱۹۹۵ کال کې د ناروغۍ له امله د پاکستان په پېښور کې وفات شو.